روزنامه اصلاح

د افغانستان کرکټ بورډ د لسګونو کارکوونکو

د افغانستان کرکټ بورډ وایی چې د بودیجې د کموالی له کبله یې د ۴۳ مامورانو قرارادونه نوی نکړل.

بورډ وایی د (دغو اضافی) مامورانو په شړلو سره به د کال ۱۲میلیونه افغانۍ سپما شی.

د بورډ په اعلامیې کې دا ندی ویل شوی چې دا ۴۳ کسان د کومو برخو کارکوونکی وو او څومره وخت یې په بورډ کې کار کړی دی.

اعلامیه وایی: “د افغانستان کرکټ بورډ، د بودیجې کمښت او کاری برخه کې د غوره کیفیت رامنځته کولو په موخه د دغې ادارې د ځینو کارکوونکو قراردادونه پای ته ورسول. په دې وروستیو کې د کارکوونکو پر تشکیل له سره کتنه وشوه او هغه ټول اضافی کسان چې په تشکیل کې ورته اړتیا نه لیدل کېده، د پورته ذکر شوو ستونزو له امله د ۴۳ کسانو قراردادونه پای ته ورسول شول.”

د افغانستان کرکټ بورډ په اعلامیې کې د بشری سرچینو د مسوول ضیاءالحق ضیاء له خولې همدغه راز لیکل شوی “د یاد شمېر کارکوونکو معاشونه د میاشتې شا وخوا یو ملیون افغانۍ او د کال تقریباً ۱۲ ملیون افغانۍ کېږی. د ادارې د نوې تګلارې پر بنسټ به دغه اندازه پیسې پر تخنیکی او رغنیزې چارو لګیږی چې پر بنسټ به یې په یادو برخو کې ډېر ژر مثبت بدلونونه رامنځته شی.”

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان کرکټ بورډ په یو وار دومره کسان له دندو شړی. په اعلامیه کې ویل شوی نه دی چې دغه کسان کله او د چا په وخت کې پر دندو ګمارل شوی وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید