روزنامه اصلاح

د افغانستان-چین سوداگریزې الوتنې زیاتیږی

د افغانستان حکومت غواړی چین ته د صادراتو د زیاتیدو په مقصد د هوایی دهلیز له لارې هغه هیواد ته د سوداگریزو پروازونو شمیر زیات کړی.

په مالی او بانکدارۍ چارو کې د افغانستان د جمهوری ریاست د سلاکار ویاند سمیر رسا،  خبریالانو ته وویل اوسمهال چین ته په اونۍ کې شپږ تجارتی الوتنې کیږی.

ښاغلی رسا وویل “پدې وروستیو کې مو د کام ایر سره یو هوکړه لیک لاس لیک کړ چې چین ته په اونۍ د پروازونو شمیر لسو ته لوړ شی چې جلغوزی به انتقالوی. همداشان د کام ایر هوایی شرکت اعلان کړی چې چین ته په اونۍ کې د کارگو په توگه یو پرواز وکړی چې سل ټنه جلغوزی به انتقالوی”.

رسمی شمیرې ښیی چې په وروستیو دوو میاشتو کې ١٠٨٠ ټنه جلغوزی په ۵۵ الوتنو کې چین ته صادر شوی دی.

افغانستان اوسمهال د چین، هند، قزاقستان، اندونیزیا، عربستان، متحده عربی اماراتو، ترکیې او یو شمیر اروپایی هیوادونو ته نهه هوایی دهلیزونه لری.

خو سمیر رسا وویل چې د افغانستان د خصوصی سکتور سره مشورې روانې دی او هر هغه هیواد ته چې افغان سوداگر وغواړی حکومت حاضر دی چې ورته هوایی دهلز جوړ کړی.

همداشان افغانستان په پام کې لری چې د هیواد سترو او مهمو ښارونو هوایی ډگرونه د نورو هیوادونو سره د هوایی دهلیزونو له لارې ونښلوی.

دا پداسې حال کې دی چې د دوشنبې په ورځ چین ته ٢٠ ټنه جلغوزې، هند ته ١٣ ټنه انجه (هینگ)، ترکیې ته دوه ټنه څرمنې او د پسانو کولمې او فرانسې ته دوه ټنه وچې میوې د هوا له لارې په څلورو ځانگړو پروازونو کې صادر شول.

د ١٣٩۶ کال په مرغومی کې د هوایی دهلیزونو د جوړیدو راهیسې افغانستان ۵۴٠٠ ټنه سوداگریز توکی نړیوالو بازارونو ته صادر کړی دی چې تازه میوه، پوستکی، قره قل، طبی نباتات، غالۍ او لاسی صنایع پعه کې شامل دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید