روزنامه اصلاح

د افغانستان په ځوانانو کې تنباکو کـارکول زیـات شوی دی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، له تنباکو نه اکثره، د سګرت، چلم اوقلیون په ذریعه استفاده کیږی.

تنباکو د دخانیاتو اساسی عنصر دی چې په نړۍ کې د مړینې دوهم لامل ګڼل کیږی.

محب الله چې له درې کلونو راهیسې قیلون څښی وایی، په اوونۍ کې درې ځلې قلیون خانې ته ځی:​ “زه د کابل ښار په نواباد کې ټانکرونه جوړوم. همدلته به له ملګرو سره راتلو چې قیلون وڅښو، درې کاله کېږی چې قیلون څښم او په اوونۍ کې درې – څلور ځلی قیلون خانې ته راځم.”

ډاکټران وایی، د تنباکو اوږدمهاله څښل د زړه، لید او حافظې د اختلالاتو، د زړه د درزها، د خولې، مرۍ او معدې د سرطان او د وینې د کمښت لامل کیږی.

۶۰ کلن عبدالطیف د تنباکو یو قربانی دی چی په سرطان اخته او اوس د کابل په جمهوریت روغتون کې بستر دی:​”د نهمې میاشتې له پنځمې نېټې راهیسې د جمهوریت روغتون د سرطان څانګې ته لېږدول شوی یم د۴۰ کالو راهیسې د سګرت څکولو له امله. د مرۍ په سرطان اخته یم. دلته مې له راتګ نه تراوسه ، ۷۵ زره افغانۍ پور کړی او مصرف کړې مې دی.”

د عامې روغتیا وزارت د تنباکو د کنټرول د پروګرام مسؤل حبیب اروال له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، د مرۍ، خولې او معدې د ۳۰ فیصده سرطان لامل، په دوامداره توګه د تنباکو کارول دی.

دا چې د تنباکو کارول پر بدن څومره اغېز کوی، د داخلی ناروغیو متخصص ډاکتر ذبیح الله حیدری یې په اړه وایی:”د بدن په ټول سیسټم او په تېره پر تنفسی، قلبی او تناسلی سیستم اثر کوی. په تناسلی سیستم کې د مثانې سرطان پیدا کوی. بله ستونزه چې د تنباکو څښل یې پیدا کوی هغه د سږو بندېدل دی چې اوس یې پیښې ډېرې شوی دی.”

که څه هم د افغانستان ولسی جرګې، د تنباکو او دخانیاتو د قانون د شلمې مادې په بدلولو سره، د سګرټو په واردولو، شل فیصده مالیات وضع او تصویب کړل، خو بیا هم د هېواد په بازارونو کې سګرت په ارزانه بیه پلورل کېږی.

د افغانستان د مالېې وزارت وایی، که څه هم دغه تصویب شوې تعرفه په ټولو ګمرکون کې پلې کېږی، خو هېواد ته د سګرټو واردات کم نه شول.

د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدی په‌دې اړه وویل:​ “د پروسس شویو تنباکو واردات په ۱۳۹۷ کال کې ۱۴ زره ټنه وو چې ګمرکی ارزښت یې دوه عشاریه شپږ میلیارده افغانۍ وو او حکومت ترې، شاوخوا څلورسوه، یو اتیا میلیونه افغانۍ ګمرکی محصول واخیست .”

په افغانستان کې له تنباکو نه د سګرټ، چیلم او قلیون په ذریعه استفاده کیږی.

د ډاکټرانو په خبره له تنباکو سره بلدتیا، په لومړی سر کې له کورنۍ او چاپیریاله پیلیږی.

دوی وایی، که څه هم تنباکو مخدره او نشه کوونکې ماده نه‌ده، خو پر مخدرو موادو روږدېدو ته، زمینه برابروی.

ممکن است شما دوست داشته باشید