روزنامه اصلاح

د افغانستان په شمال کې د قیـمتی  ډبـرو  بازار پراخ شـوی

 

اوس په مزارشریف ښار کې یو شمېر ښځې د ګاڼو په جوړلو بوختې دی، چې ځینې یې اروپا او امریکا ته هم وړل کېږی. د قیمتی کاڼو کاروباریان وایی په شمالی ولایتونو کې د قیمتی ډبرو بازار پراخ شوی. په شمال زون کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو چارواکی وایی، له قیمتی ډبرو د جوړو ګاڼو د پېرودونکو زیاتېدل یو ښه پیل بولی. دوی وایی که نویو جوړو شویو کارخانو ته پام وشی، زېورات به یې په اسانه تر نړیوالو بازارونو لار ومومی. د مزارشریف ښار لویدیځ لور ته په یو کور کې یو شمېر ښځې د افغانستان قیمتی ډبرې تراشی.

هغه ‌ډبرې چې له بدخشان او کندهار څخه تر دې ځایه رسېږی، د دغو ښځو د خوارۍ له امله په قیمتی ډبرې اوړی او بیا ازبېکستان، ایران، پاکستان او ان اروپا او امریکا ته هم وړل کېږی.

عبدالقادرچې په دغه ولایت کې د دې ډبرو لپاره کار ځای لری د لویو تیږو پارچې په اوبو پریمنځی او وروسته یې په وړو ټوټو بدلوی.

نوموړی دغه کار دوه کاله وړاندې په پاکستان کې کاوه. پخوا به عبدالقادر خپه وو چې پخپل لاس جوړې کړې افغانی ډبرې یې د نړۍ نورو هېوادو ته د پاکستان په نوم صادرېدلې. په همدې موخه یې خپله کارخانه او ماشیونونه مزارشریف ښار ته یوړل.

اوس تولیدات د خپل هېواد په نوم وړاندې کوی او وایی چې په کور دننه او بهر کې ګڼ شمېر پېریدونکی لری. عبدالقادر وایی له دوو کلونو کمه موده کې یې ښه ګټه ترلاسه کړې ده.

عبدالقادر زیاتوی “له خپل ځان سره مې فکر وکړ که سل کاله په پاکستان کې واوسم بیا به هم مهاجر یم، پرېکړه مې وکړه چې افغانستان ته راشم او دلته خپل کار مخکې بوځم.

ټول هغه جواهرات، ګاڼې چې له ډبرو جوړېږی زه یې دلته د مزارشریف په ښار کې پخپله کارخانه کې جوړوم او هڅه کوم چې د افغانستان د ډبرو جواهرات، د افغانستان په نوم تر نړیوالو ورسېږی. په دې دوو ورستیو کلونو کې مې ډېر پېرودونکی وموندل، له ازبکستان، پاکستان، ایران او هند څخه نیولې تر اروپا او امریکا پورې خلک فرمایش راکوی او زه یې ورلېږم”

د دغې کار ځای ځوانې کارګرې شکیلا او حنیفه وایی له زیوراتو سره یې سروکار دی، دا کار خوند ورکوی او له دې لارې پیسې هم پیدا کولی شی.

شکېلا وایی “زما لپاره ډېر د خوښۍ ځای دی، چې له ګاڼو سره سروکار لرم، لاس بند، لښتۍ، غاړکۍ او د ډبرو نور جواهرات ګاڼې دلته جوړوم، د خپلې کورنۍ له اقتصاد سره مرسته کولی شم. د دې وخت نجونې له ډبرو څخه جوړ شوی جواهرات ډېر خوښوی.”

د شمال زون کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مسووله تمنا فریور وایی د افغانستان د زینتی ډبرو سوداګری مخ پر ښه کېدو ده.

د نوموړې په خبره دې ډبرو زېرمو نژدېوالی او د افغانستان په شمال کې د طبیعی زینتی ډبرو شتون، نوېو جوړو شویو کارخانو ته آسانتیا برابره کړې، خو پکار ده چې نړیوالو بازارونو ته د دې ډبرو په لېږدولو کې هڅه وشی.

آغلې فریور زیاتوی “ورځ تر بلې د افغانستان د ډبرو ګاڼې پراختیا مومی او دا څرګندوی، چې په بازار کې یې غوښتونکی زیات شوی دی او هغه څه چې موږ یې ادعا کوو افغانستان په خپله دغه محصولات لری او د هېواد دننه یې تولیدوی، دا یو ښه پیل کېدلی شی. په ځانګړی ډول په شمالی ولایتونو کې چې د ډ‌برو او ګاڼو په کاروبار کې یو لرغونی فرهنګ لری.”

د عبدالقادر کوچنی نندارتون چې سوداګری یې مېرمنې کوی، د نوموړی ګټه یې زیاته کړې. دغه نندارتون ته د بېلابیل عمر پېرودونکی ورځی، لکه پلوشه، چې زینتی ډبرې یې د ښایست په خاطر له سرو زرو هم ډېرې خوښې دی.

هغه وایی “له طلا او نورو ګاڼو څخه زه د خپل هېواد د ډبرو ګاڼې خوښوم، له هر ډول کالیو سره ورته والی لری او ژر نه خرابېږی”.

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی په شمال کې زینتی ډبرې او فلزات په طبیعی ډول پیدا کېږی، همدا لامل دی چې دغه خونه یې د پېژندلو او پیدا کېدلو په هڅه کې ده. په افغانستان کې له کلونو راهیسې قیمتی ډبرې په ناقانونه توګه کیندل او قاچاق کېږی، خو د معیاری او قانونی سوداګرۍ په رامنځ ته کېدو سره به یې مخه ونیول شی او بل لوری ته به دغه لرغونی صنعت بیا ژوندی شی.

نجیب الله پاڅون

ممکن است شما دوست داشته باشید