روزنامه اصلاح

د افغانستان ولسی جرګې د سلو ښوونځیو جوړېدو لپاره د سعودی پور تصویب کړ

د افغانستان ولسی جرګې له افغان دولت سره د سعودی د پنځوس میلیونه ډالرو پور هوکړه تصویب کړه. د (سعودی پراختیایی صندوق) دا پیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د نجونو او هلکانو د سلو ښوونځیو جوړېدو ته ځانګړې شوې دی.

د تصویب شوې هوکړې د اعتبار موده څلویښت کاله ده او افغان دولت له ګټې پرته دغه پیسې په دیرشو کلونو کې په قسطی ډول بیرته سعودی دولت ته ورکوی.

له افغانستان سره د سعودی د پنځوس میلیونه ډالرو پور هوکړه شاوخوا څلورمیاشتې وړاندې د مالیې د سرپرست وزیر همایون قیومی او د سعودی پراختیایی صندوق ترمنځ لاسلیک شوې وه.

په ولسی جرګه کې له دوه میاشتې مودې تېرولو وروسته د شنبې په ورځ دغه هوکړه رایې ورکولو ته وړاندې شوه چې په غوڅ اکثریت سره تصویب شوه. د ولسی جرګې غړی
ګل احمد کمین چې د دغې هوکړې متن لوسته وویل، د سعودی دغه اندازه پیسې د سلو ښونځیو جوړښت او سمبالښت ته ځانګړې شوې، خو د ده په باور، که سمې ولګول شی، دوی پرې شپږ سوه ښونځی جوړولی شی. د سعودی دغه پور لس کاله وروسته د
۳۰ کلونو قسطونو په ترڅ کې له سود پرته بیرته د سعودی دولت ته ورکول کېږی.

دغه پیسې د ۱۳۹۹ مالی کال د بودجې په سند کې شاملیږی، هغه بودجه چې مشرانو جرګې تائید کړې خو ولسی جرګې د مالی کال د څو ورځو په تېریدو لا هم نه ده تصویب کړې.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید