روزنامه اصلاح

 د افغانستان لوېدیځ کې سېلابونو ځانی‌ او مالی زیانونه اړولی

په هرات او بادغیس ولایتونو کې د تېرې پنجشنبې ماښام راپدېخوا د بارانونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته ځانی او مالی زیانونه اړولی دی.

د هرات سیمه ییزو چارواکو د جمعې په ورځ د «وری میاشتې پر ۱۶مه» امریکا غږ ته ویلی، چې تر دامهاله په سېلابونو کې د مړه شوو کسانو له ډلې د دوو ماشومانو په ګډون د اوو تنو جسدونه پیدا شوی دی.

د دغه ولایت د طبیعی پېښو سره د مبارزې ادارې مشر عبدالحمید مبارز همدارنګه وویل، چې د هرات ـ بادغیس د لویې لارې پر سر د مسافرینو ډک څلور موټرونه سېلابونو وړی چې تر دا مهاله یې ۱۰ مسافرین لا نه دی پیدا شوی.

ښاغلی مبارز زیاته کړه، چې د راوتلو سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالی زیانونه هم اوښتی دی.

پر همدې مهال د بادغیس د والی ویاند جمشید شهابی وویل، چې د دغه ولایت په لامان او قعله نو سیمه کې د سېلابونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه شوی دی.

ښاغلی‌ شهابی زیاته کړه:”سېلابونه په دومره اندازه شدید و چې په سیمه کې د خلکو ګڼ کورونه او زارعتی ځمکې له منځه وړی دی.”

نوموړی زیاته کړه چې د ژغورنې ډلې کار کوی تر څو زیانمن شوی سیمې او کورنۍ مشخصی کړی.

ویل کېږی، چې سېلابونو د هرات ـ بادغیس ترمنځ لویه لار هم زیامنه کړې او د لامان په نوم سیمه کې دغه لویه لار د ټرافیکو پر مخ بنده شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د افغان چارواکو او بېلابېلو خیریه ټولنو د راپورونو له‌مخې په افغانستان کې د ژمې په اوږدو کې د بارانونو او سېلابونو له امله لسګونه کسان مړه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید