روزنامه اصلاح

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت:  ایران باید د دوه اړخیزې هوکړې پربنسټ له افغان کـډوالو سره چلند وکـړی

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایی، ایران باید له کډوالو سره سیاسی چلند ونه کړی او د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو هوکړو له مخې چلند وکړی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی که د امریکا بندیزونه او اقتصادی فشارونه زیات شی، نو دوی به له افغان کډوالو وغواړی چې له ایرانه ووځی.

بل خوا، ایران کې مېشت یوشمېر افغان کډوال وایی، له یوې خوا ایران کې د ژوند شرایط په سختېدو دی، بل پلو افغانستان کې د نا امنۍ او کار نه شتون له کبله نه شی کولی بېرته خپل هېواد ته وروګرځی.

سید رحمن شاوخوا اتلس کاله مخکې د امریکا له خوا د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته ایران ته ولاړ او لا هم په تهران کې اوسېږی.

ده بی بی سی ته وویل، په تهران کې مزدوری کوی او د بې وزلۍ سخت ژوند تېروی، خو خپل هېواد ته د تګ زړه نه شی کولی:

“موږ له لوی مشکل سره مخ یو، که له ایرانه ووځو افغانستان کې بیخی ځای نه لرو مجبور یو په یوه دښته او بیابان کې تر خیمې لاندې به ژوند کوو.”

څه باندې درې میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوی چې د ډېر شمېرو یې د ژوند شرایط لکه سید رحمن په شان دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچی ویلی، په ایران کې درې میلیونه کډوالو دوه میلیونه کاری بوختیاوې اشغال کړی چې هر کال شاوخوا له درېیو تر پنځه میلیاردو یورو له ایرانه بهر کوی.

دی وایی، په ټوله کې ایران کې دا کډوال اته میلیارد ډالره لګښت لری که د امریکا لخوا تحریمونه زیات شی او د تېلو پلور یې صفر ته راولوېږی، نو ایران د خپل اقتصاد لپاره اړ دی چې له دې کډوالو وغواړی له ایران څخه ووځی.

له ایران سره تړون؛

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیالې ډاکټر عالمې بی بی سی ته وویل، که ایران د افغان کډوالو ایستلو ته ملا وتړی، نو دوی به ژر تر ژره پر وړاندې ګام وچت کړی:

” موږ له ګاونډیو په ځانګړی ډول ایران او پاکستان سره دې هوکړې ته رسېدلی یو چې د کډوالو بحث سیاسی نه بلکې د بشری حقونو اړوند دی. موږ له ایران سره څو اړخیز تړونونه لرو، په دې اړه به ګامونه واخلو او له ایران سره به پر دې مسالې خبرې وکړو. که څه هم دا نوې موضوع نه ده او له بندیزونو وروسته ګڼ افغان کډوال له ایرانه راستانه شوی یا اجباری ریستل شوی ځکه چې هلته یې حالت بد شوی و.”

له څو میاشتو راهیسې چې پر ایران د امریکا بندیزونه زیات شوی د افغان کډوالو د ایستولو خبرونه هم ورسره ډېر شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وایی، په تېر یوه کال کې شاوخوا اته لکه افغان کډوال په خپله خوښه له ایران څخه وتلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید