روزنامه اصلاح

د افغانستان د علومو اکاډمی او د تاتارستان د علومو اکاډمی ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان د علومو اکاډمی د رهبری پلاوی، د تاتارستان جمهوریت د صدراعظم مرستیال او د دغه هېواد د علومو اکاډمی د رهبرۍ پلاوی او په روسیه کې د افغانستان د لوی سفیر سید طیب جواد په حضور کې د افغانستان د علومو اکاډمی او د تاتارستان د علومو اکاډمی ترمنځ د علمی او څېړنیزو همکاریو هوکړه لیک د وری په نهمه په آنلاین بڼه لاسلیک شو.
په دې ویډیویی کنفرانس کې د افغانستان د علومو اکاډمی عمومی رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکېب، علمی منشی څېړنوال دکتور رفیع الله نیازی، د بشری علومو مرستیال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزی، د طبیعی- تخنیکی علومو مرستیال څېړنپوه رحمت ګل احمدی او څو تنو نورو مسؤولینو د افغانستان له خوا ګډون کړی ؤ.
دغه راز د تاتارستان جمهوریت د صدراعظم مرستیال شیخ راضییف واصیل هاپتیل ایازوویچ، د تاتارستان د علومو اکاډمی رئیس ساخالوف، په کازان کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت استازی وخید توف، د تاتارستان د مسلمانانو د بنسټ رئیس خبیب بولین او د همدې هېواد د علومو اکاډمی څو تنو غړو برخه اخیستې وه.
په پیل کې د تاتارستان جمهوریت مرستیال صدراعظم د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیک کېدو په مناسبت د آنلاین کنفرانس په ترسره کېدلو خوښی وښوده او ویې ویل: د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو تاریخچه اوږده ده، دې نېکو اړیکو ته په پام سره د دواړو هېوادونو د اکاډمیو ترمنځ د هوکړه لیک طرحه رامنځ ته شوه چې نن یې د لاسلیک کېدو شاهدان یوو.
د تاتارستان د علومو اکاډمی رئیس وویل چې د دواړو هېوادونو د علومو اکاډمیو ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک کېدل د علم او څېړنې په برخو کې دواړو خواوو ته ګټوره او ارزښتمنه چاره ده.
په روسیه کې د افغانستان سفیر سید طیب جواد په علمی او فرهنګی برخه کې د دواړو لورو ترمنځ د علمی- څېړنیزو بنسټونو اړیکه وستایله او ویې ویل چې د دې هوکړه لیک په لاسلیک کېدو سره به د تاتارستان له جمهوریت سره د همکاریو نوی پړاو پیل شی.
نوموړی، افغانستان ته د تاتارستان د علومو اکاډمی د رهبری پلاوی د سفر په اړه ژمنه وکړه چې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتووالی لری.
د افغانستان د علومو اکاډمی عمومی رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب د تاتارستان جمهوریت سره د اړیکو په رامنځ ته کولو خوښی وښوده او ویې ویل، دغه هوکړه لیک باید څو میاشتې مخکې لاسلیک شوی وای، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له امله وځنډېد؛ خوشحاله یوو چی دغه هوکړه لیک په آنلاین بڼه لاسلیک کېږی.
هغه زیاته کړه، د کرونا ویروس په ختمېدو سره به د دواړو اکاډمیو ترمنځ تګ راتګ زیات او اړیکې لا پراخې شی.
نوموړی هیله وښوده چې د یاد شوی هوکړه لیک د پلی کېدو په اړه عملی ګامونه واخیستل شی.
شکیب له ټولو هغو اشخاصو او بنسټونو مننه وکړه چې د دغه هوکړه لیک د چمتو کولو په اړه یې زیار ایستی دی.
د کنفرانس په پای کې د دواړو هېوادونو د علومو اکاډمیو د رئیسانو له خوا د علمی- څېړنیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید