روزنامه اصلاح

د افغانستان د سولې ولسی حرکت غړی هم د قطر په بین‌الافغانی ناسته کې برخه اخلی

د افغانستان د سولې ولسی حرکت غړی چې له تېر یوه کال راهیسې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته تللی او له خلکو سره‌یې کتلی اوس د قطر په غونډه کې ګډون کوی.

د دې حرکت مسؤل اقبال خېبر وایی، د قطر په ناسته کې به دواړو غاړو ته د افغانستان رښتینی انځور وړاندې او د افغانستان له خلکو راټولې شوې مشورې به شریکې کړی.

ښاغلی خېبر د سی شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وری ۲۰» ازادی راډیو ته ویلی:

“زموږ پرېکړه دا ده چې د قطر په ناسته کې برخه اخلو د خلکو مشورې او د دوی غوښتنې مو راټولې کړی دی او ان‌شاءالله په‌دې ناسته کې به د افغانستان رښتینی تصویر هلته وړاندې کړو، د دواړو لورو ترمنځ به نږدېوالی رامنځته کړو، د دوی ترمنځ به بدبینی راکمه کړو او د دوی د کلیو او سیمو بده ورځ به ورته تشرېح کړو.”

د سولې ولسی حرکت تېر لمریز کال د حمل په درېیمه نېټه وروسته له هغې رامنځته شو چې په هلمند کې په یوه خونړۍ انتحاری حمله کې ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

وروسته د یاد حرکت غړی له هلمنده پلی کابل ته راغلل، د یو شمېر بهرنیو سفارتونو مخې ته‌یې پرلت وواهه او له شااوخوا دوه میاشتو وروسته لوڅې پښې او پلی بلخ ولایت ته ولاړل.

د دوی پیغام هر ځای ته په رسېدو دا و چې په افغانستان کې جګره د پردیو د ګټو لپاره روانه ده او قربانی یې افغانان دی.

د سولې ولسی حرکت غړی وایی، په کلیو، جوماتونو او ښوونځیو کې د سولې لپاره له خلکو، قومی سپین‌ږیرو او ښوونکو سره ناستې درلودې او د سولې په اړه‌یې د دوی نظریات اورېدلی دی او د قطر په ناسته کې به‌یې شریک کړی.

خو د دغه حرکت یو شمېر غړو په‌دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د خپلو فعالیتونو په لړ کې دوه ورځې د نه‌خوړلو اعتصاب وکړ او د اعتصاب لامل‌یې هم دا و چې د جګړې ښکېلې خواوې د دوی غوښتنو ته غوږ نه‌نیسی.

د افغانستان د عمل ولسی ټولنې رئیس ګل اغا حسنی د قطر په ناسته کې د سولې د ولسی حرکت د غړو ګډون مهم بولی، خو وایی دوی باید په‌دې ناسته کې د افغان سیاسیونو تر تأثیر لاندې رانه‌شی.

دی وایی:

“که د جګړې ښکېل اړخونه هلته موجود وی، نو د سولې د ولسی حرکت د غړو تګ هلته ډېر مهم دی، ځکه دوی به هلته د افغانستان د تورو حالاتو رښتینی تمثیل وکړای شی، خو که هلته یو اړخ موجود وی او د دغه حرکت غړی د سیاسیونو تر تأثیر لاندې راغلل، نو خدای مه‌کړه هلې ځلې به‌یې هېڅ شی او بیا د دوی ګډون له سولې سره هېڅ مرسته نه‌شی کولای.”

د یادولو وړ ده چې د قطر په راتلونکې ناسته کې د افغان سیاسیونو تر څنګ د حکومت یو شمېر استازی طالبانو سره په خبرو کې برخه اخلی.

که څه هم وړاندې ویل کېدل چې دا غونډه د روانې اپرېل میاشتې په ۱۴مې او ۱۵مې کېږی، خو د افغانستان د سولې عالی شورا د دارلانشاء رئیس محمد عمر داوودزی دوه ورځې وړاندې وویل چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ به‌یې وروستۍ نېټه په ډاګه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید