روزنامه اصلاح

د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلېزې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسینې ساپۍ پیغام

د افغانستان له آزادۍ او خپلواکۍ څخه سل کاله تېرېږی، خپلواکی او آزادی د دغه هېواد  د خلکو په قاموس کې دوه مقدسې کلمې دی چې  زموږ د آزادی غوښتونکی ملت له وینې او غوښې سره یې پیوند خوړلى دى.د خپلواکۍ د بختورې ورځې  په مناسبت  د افغانستان ټول ملت او په تېره بیا د افغانستان تاریخ  جوړوونکو ښځو او میندو ته مبارکی وایم. د تاریخ په شهادت د پردیو یرغلګرو په وړاندې د هېواد د ښځو او نارینه وو مبارزو د افغانستان د لرغونی تاریخ پاڼې  ښکلې کړې دی . زرغونه، ملالۍ، اکبرخانان، مسجدیان او نور نومیالی د آزادۍ لپاره وجنګیدل او د خپلو حماسو حاصل یې( خپلواکی)  نننی نسل ته په سوغات پرېښودله، پرونی او نننی نسل هم هیڅکله د خپلو نیکونو د وینو پر حاصل لوبې نه دی کړی او د دښمنانو د څرګندو او پټو توطیو په وړاندې یې په سرښندنې او ځان تېریدنې سره د خپلواکۍ، آزادۍ ، ډموکراسۍ او ولسواکۍ ساتنه کړې ده .د هېواد د ملی او اسلامی ارزښتونو په دفاع کې د هېواد  د رښتینو ښځو او بچیانو رول ځلانده  او ارزښتناک دى.سل کاله مخکې کله چې  د شاه امان الله خان غازی په مشرۍ د افغانستان خلکو د هېواد بشپړه خپلواکی ترلاسه کړه، افغانستان د سیاسی، اقتصادی، فرهنګی او ټولنیز پرمختګ پر لور حرکت پیل کړ او د نوی او مترقی افغانستان مفکوره ګام په ګام عملی کېده.خو له بده مرغه پردیو ګوډاګیانو فرصت ور نه کړ چې افغانستان  د ترقۍ او پرمختګ  غوره کړې  لاره  په بشپړه توګه ووهی.په هرحال له هغه وخت څخه سل کاله تېرېږی او نن د افغانستان ملت جګړې ته د پاى ورکولو ستره آزموینه تجربه کوی.له شک پرته که چېرې په دې جګړه کې نورښکیل نه واى، نو د افغانستان خلکو خپله ګډه ژبه پیدا کوله او دغه غمیزه یې پاى ته رسوله.د دښمن تزویر او ټګیو او برګیو افغانان په خپلو کې اچولی دی له فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره غواړم د دولت وسله والو مخالفانو ته خطاب وکړم چې د ماتمونو او غمونو لړۍ پاى ته ورسو‌ئ او مورنی هېواد ته درناوى وکړئ . دا به د هېواد د خپلواکۍ سلمې کالېزې ته ستاسو ډیر ستر سوغات وی.په پاى کې یوځل بیا دهېواد دخپلواکۍ د سلمې کلېزې په مناسبت ټولو هېوادواولو ته مبارکی وایم.

ممکن است شما دوست داشته باشید