روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو اجرایوی کمېټې پرون خپله ناسته په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د اجرائیه رئیس په مشرۍ وکړه.
په دې ناسته کې لومړی د بهرنیو چارو وزارت چارواکیو په جینوا کنفرانس کې د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو د شوې ناستې په اړه رپوټ وړاندې کړ او دغه ناسته یې بریالۍ وبلله. هغوی وویل، چې نړیوالې ټولنې د افغان حکومت اقدامات او اصلاحات وستایل او له افغانستان سره یې د خپلو همکاریو تعهد تازه کړ. د دې ترڅنګ بهرنیو چارو وزارت مسوولانو وویل، چې له افغان سولې د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم لاسته راوړنه وه، چې په وینا یې د جنیوا کنفرانس ټولو ګډونوالو په یوه خوله له افغان سولې ملاتړ وکړ.
همدارنګه د اقتصاد وزارت له لوری په جنیوا کنفرانس کې ـ د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخې ـ فرصتونه او ننګونې ـ تر عنوان لاندې د شوې ناستې په اړه رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې دغه ناسته هم د افغانستان له تمې سره سمه پر مخ یوړل شوه.
په دې ناسته کې دغه راز د افغانستان د جمعیتی تحولاتو، فرصتونو او د جینوا کنفرانس کې د شویو ژمنو په تعقیب هم خبرې وشوې.
د هىواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له اړونده ادارو مننه وکړه، چې د جنیوا کنفرانس او ورسره د شویو نورو ناستو په بریالیتوب ترسره کولو کې یې هڅې کړی دی. هغه له ټولو ادارو وغوښتل چې شوی اصلاحات تعقیب او د نورو اصلاحاتو د رامنځته کېدو په اړه جدی همکاری وکړی.
اجرائیه رئیس وویل، چې ټول وزارتونه باید په خپلو پروژو کې د تلپاتې پراختیا موخې جدی ونیسی او په راتلونکی کال کې هیله شته چې افغانستان په دې برخه کې لا ډېر اساسی ګامونه واخلی.