روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی د جلا فرمانونو له لارې شهرزاد اکبر د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د رئیسې او اسدالله یوسفی، بنفشه یعقوبی، محمدایوب یوسفزی، سیداحسان خلیق، شبنم صالحی، شکرالله مشکور، محمد نعیم نظری او راضیه صیاد د دې کمېسیون د نویو غړیو په توګه وټاکل.دغه راز جمهوررئیس غنی د جلا فرمانونو له لارې د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون مخکېنۍ رئیسه سیما سمر د بشری حقونو او بین المللی اړیکو چارو کې د جمهوررئیس د ځانګړې استازې او د دولت د وزیرې په توګه وټاکله او د هغې د خدمتونو او کوښښونو د تقدیر او ستاینې په خاطر یې مېرمن سیما سمر ته د مراسمو په لړ کې د علامه سیدجمال الدین افغان دولتی نښان هم ورکړ.په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې جوړ شوی وو، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش او د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، یاد فرمانونه د جمهوررئیس ویاند صدیق صدیقی ولوستل.جمهوررئیس غنی د یاد نښان له ورکړې وروسته وویل، د ویاړ ځای دی هغه بنسټ چې په تېرو اتلسو کالو کې یې بېلابېل پړاوونه ووهل، نن یو نوی پړاو ته داخلېږی.جمهوررئیس د سیما سمرخدمتونو څخه په مننې وویل، ډاډه یم چې نوموړې به نوې دنده هم د هیواد د ملی ګټو مطابق په ښه ډول ترسره کړی.د هیواد جمهوررئیس د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون نوې رئیسې او غړیو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، ملی ارزښتونه او د اساسی قانون مواد په ځانګړی ډول د هغه دویم څپرکی چې د اتباعو اساسی حقوق او وجایب دی او د بشری حقونو د نړیوالې اعلامیې مطابق ترتیب شوی، عام فهمه شی او وارداتی ونه ګڼل شی.د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، ملت، اساسی قانون، ملی او اسلامی ارزښتونو سره د عهد نوی کول زموږ ټولو له وجایبو څخه دی. په دې مراسمو کې سیما سمر وویل، زه ویاړم چې د لومړی ځل لپاره مې د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون ریاست په غاړه واخیست او نن دا کمېسیون د سیمې او نړۍ په کچه یوه نمونه ده.
سیما سمر، د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون له همکارانو، رسنیو او همکار هیوادونو مننه وکړه چې د بشری حقونو د تامین او د انسانی کرامت د خوندیتوب په خاطر یې زموږ ملاتړ وکړ.
هغې زیاته کړه، زموږ توقع داده چې دولت د کمېسیون لاسته راوړنې خوندی او پیاوړې کړی او د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون نوې رهبری په تازه انرژۍ کار وکړی او خلک له تبعیض او بې عدالتۍ څخه وساتی.د یادولو وړ ده چې جمهوررئیس، اجرائیه رئیس او د جمهوررئیس دویم مرستیال په شرایطو برابرو کسانو سره مرکې کړې وې او د دوی له منځه ۹ تنه د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د نویو غړو په توګه وټاکل شول.