روزنامه اصلاح

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی د تسلیت پیغام

په خواشېنۍ سره مې اطلاع حاصله کړه چې پخوانی وکیل او سناتور، اخترمحمد خان کاکړ په حق ورسېد.

انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد اختر محمد خان کاکړ د قومی مشر، مقنن او اجتماعی مصلح په حیث ټول عمر د هېواد خدمت وکړ. دی د ولسی جرګې په اوومه او دولسمه دوره کې د کندز د خلکو وکیل و او وروسته یې بیا د مشرانو جرګې د غړی په حیث د هېواد خدمت کړی دی.

ارواښاد اختر محمد کاکړ د تېرې نیمې پیړۍ په مختلفو لویو جرګو کې برخه لرلې او د افغانستان د خیر لپاره یې اقدامات کړی دی. ده د حکومت د عالی رتبه کارکوونکی په توګه هم وظایف ترسره کړی دی. د ده مړینه یوه لویه ضایعه ده.

د اختر محمد خان کاکړ د وفات په مناسبت د هغوی درنې کورنۍ، دوستانو او د کندز ولایت خلکو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې جنتونه په نصیب کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید