روزنامه اصلاح

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غنی د وینا متن

درنو هیوادوالو، د افغانستان اسلامی جمهوریت د عدلی او قضایی، مقننې او اجرایی قواوو معززو مشرانو، غړو، خویندو او وروڼو

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.

د افغانستان معزز او غیور ملته!

د افغانستان د منتخب جمهوررئیس او د اتل او زړور وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه نن تاسو له سخت، خو ضروری تصمیم څخه خبروم.

د ۲۰۱۶ کال د اګست د میاشتې په اتمه نېټه د افغانستان امریکایی پوهنتون دوه تنه استادان Timothy John Weeks د استرالیا اوسېدونکی او بل یې Kevin King زموږ د دوست او متحد هیواد امریکا تبعه چې زموږ د اولادونو د روزنې او زده کړو لپاره افغانستان ته راغلی او په تدریس بوخت وو، له کابل ښار څخه وتښتول شول.

تلاش مشترک ما در رد یابی این دو استاد نتیجه نداد و اطلاعات می‌رسانند که صحت وسلامت آنها در دوران اسارت نزد اختطاف گران تروریست رو به وخامت گراییده است.

د دغو دوو بهرنیو استادانو خوشې کېدل له طالبانو سره په غیرمستقیمو مذاکراتو کې زموږ د اساسی غوښتنو یوه برخه وه، ترڅو د دې استادانو کورنیو او اړوندو هیوادونو ته دا ډاډ ورکړو چې موږ د خدمت او شرافت د قدردان ملت او دولت په توګه د هغوی چې د علم او دانش د ترویج په خاطر زموږ هیواد ته راځی، هرکلی او درناوی کوو.

عمل زشت تروریستان و اختطاف گران نمایندگی از آموزه های دین مقدس اسلام و ارشادات نبوی که اساساً مخالف آسیب رسانی به غیر نظامیان است و همچنان اخلاق و فرهنگ والای ملت ما که شهرت به مهمان نوازی دارد، نمی‌کند.

لهذا، در مشوره نزدیک و همه جانبه با شرکای بین المللی افغانستان و خاصتاً ایالات متحده امریکا، بخاطر زمینه سازی مذاکرات رو در رو و مستقیم با طالبان جهت دستیابی به صلح و ثبات که خواست فرد فرد این سرزمین درد کشیده است، با اعتماد کامل به توانایی، مهارت، قابلیت و شجاعت نیروهای امنیتی و دفاعی کشور که نه تنها از جمهوریت دفاع جانانه و متکی به خود کردند، بلکه دسیسه های پنهان و آشکار دشمن را که با مغز خارجی و متاسفانه دستان داخلی راه اندازی شده بود خنثا ساختند و همچنان نمایش حس بشردوستانه‌ی دولت – ملت افغانستان تصمیم گرفتیم که سه تن از زندانیان طالب را که از کشور های بیرون در همکاری نزدیک و همه جانبۀ شرکای بین المللی ما، دستگیر گردیده و از مدت بدینسو در توقیف خانه بگرام زیر نظارت دولت افغانستان بودند بطور مشروط از بند رها سازم .

این سه نفر عبارتند از:

ا- حاجی مالی خان د ولی خان زوی.

۲- عبدالرشید د محمد عمر زوی.

۳- انس د جلاالدین زوی.

ما په کراتو ویلی دی چې باعزته او تلپاتې سولې او ثبات ته رسېدل یوه ورځ دېته هم اړتیا لری چې موږ د هغه تریخ قېمت ورکړو. مګر دا قېمت او بیه به د جمهوریت اصل، د وګړو او ښځوحقونه او زموږ لاسته راوړنې نه وی او هیڅ ډول جوړجاړی او تفاهم به دا ارزښتونه قربانی نه کړی.

من می‌دانم که مردم افغانستان درد جانکاه حملات تروریستی را در سراسر کشور با گوشت و استخوان خویش چشیده اند و با تمام وجود و احساس با هموطنان داغ دیده ام همدرد استم و لحظۀ هم از تشدید تدابیر جلوگیری کننده از حملات دشمن و خنثا سازی دسیسه های آنها توسط نیرو های امنیتی و دفاعی ما دریغ نکرده ام.

د هیواد د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان په توګه ما ټول مادی او معنوی امکانات چې دولت یې په اختیار کې لری د امنیتی او دفاعی بنسټونو په خدمت کې ورکړی او یوه لحظه هم د هیواد د صدیقو اولادونو له سرښندنو، مبارزو او کوښښونو څخه بې خبر نه وم، تل له هغوی سره یو زړه او همغږی وم او یم. در مشوره با شرکای بین المللی افغانستان و بخصوص ایالات متحده امریکا ما میکانیزم و روشی را در پیش گرفته ایم که رهایی مشروط این سه نفر به معنای تقویت صفوف دشمن و تشدید حملات شان نخواهد شد. تدابیر مشترک بین ما و شرکای بین المللی ما چنان است که این تصمیم دشوار، اما قابل درک بتواند هم قوت ما را به نمایش بگذارد و هم نیت ما را که خواهان صلح استیم و برای اعتماد سازی، آغاز مذاکرات رو در رو و حل صلح آمیز این بدبختی توان و اراده اتخاذ تصمیم های سخت و جدی را نیز داریم.

د طالبانو ډله پوهېږی چې نږدې یولس زره کسان یې چې په بېلابېلو جرایمو او جنایتونو کې یې لاس درلود او بالفعل د جرم ترسره کولو په جریان کې نیول شوی دی، د افغانستان اسلامی جمهوری دولت سره بندیان دی او موږ له دې ټولو زندانیانو سره د قانون، منل شویو انسانی او اسلامی ارزښتونو مطابق چلند کوو.

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت چلند له طالب زندانیانو سره هیڅ وخت فردی، سلیقوی او یا د غچ اخیستنې پر حس استوار نه دی.

جای بسا افتخار است که ظرفیت تطبیق قانون در کشور چنان نهادینه شده است که اگر روزی صلح و ثبات پایدار ، با عزت ، سراسری و همه شمول درین کشور تامین گردد ما خواهیم توانست به اساس یک برنامه ملی ، منظم و با اصول سرنوشت هریک ازین زندانی ها را مورد غور مجدد قرار بدهیم.

اما، په هغه صورت کې چې که طالبان د افغانانو په وژنه ټینګار وکړی او یو ځل بیا د خپلو بهرنیو او پردیو د ګټو د ملاتړ په خاطر د افغانستان خلک قربانی کړی، له همغه ځواب سره به مخامخ شی چې په ۱۳۹۸ کال کې ورسره مخ شول. هیله ده چې د مذاکراتو او دیانت لاره انتخاب کړی.

و من الله توفیق.

ممکن است شما دوست داشته باشید