روزنامه اصلاح

د افغانستان دسولې په اړه د امریکا وروستیو هڅو ته د سولې شوراخوشبینی

د افغانستان د سولې عالی شورا د افغانستان دسولې په برخه کې د امریکا وروستیو اقداماتو ته په اشارې سره وایی چې اوس په بې‌سابقه توګه د بین‌الافغانی خبرو لپاره زمینه برابره شوې ده.

د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګښت په برخه کې د امریکا د هڅو په دوام د سولې عالی شورا دغو هلو ځلو ته خوشبینی ښیی.

د سولې عالی شورا وایی دا چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان دسولې لپاره ځانګړی او اغېزمن ټیم ګمارلی تر بل هر وخت د سولې د خبرو د پیل لپاره زمینه برابره شوې ده.

د دغه شورا ویاند سید احسان طاهری وایی:

​”په افغانستان کې د بین‌الافغانی خبرو د پیل لپاره فضا په بې‌سابقه توګه تغییر او مساعده شوې، موږ هیله لرو چې د افغان حکومت او طالبانو مشرتابه ترمنځ ژر تر ژره نوې خبرې پیل شی.”

د افغانستان د سولې عالی شورا په داسې حال کې دا څرګندونې کوی چې تازه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د سولې په اړه حکومت او طالبانو ته وړاندیزونه کړی دی.

د ښاغلی خلیل‌زاد په وړاندیز کې له دواړو افغان حکومت او طالبانو غوښتنه شوې چې د خبرو د پیل لپاره با صلاحیته پلاوی مشخص کړی.

که څه هم تر اوسه افغان حکومت او طالبانو د دغه نوی وړاندیز په اړه څه نه‌دی ویلی خو تر دې وړاندې طالبانو له امریکا سره په مخامخ خبرو ټینګار کړی دی.

د افغانستان دسولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د بین‌الافغانی او سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته کېدو په هدف له افغان چارواکو سره تر کتنې وروسته د سې شنبې په ورځ اسلام‌اباد ته ولاړ.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادی مسلمیار بیا پاکستان ته په اشارې سره وایی چې که څوک د سولې په بهیر کې همکاری نه‌کوی امریکا یې باید پر وړاندې دریځ معلوم کړی.

نوموړی زیاته کړه:

“که څوک سولې ته نه‌اماده کېږی او په افغانستان کې سوله نه‌غواړی د پاکستان په ګډون د سیمې د هېوادونو په اړه امریکا باید خپل دریځ روښانه کړی ترڅو سیمه د خپل راتلونکی برخلیک په اړه پوه شی.”

د ښاغلی مسلمیار په خبره د امریکا متحده ایالات باید د افغان سولې په برخه کې د اسلامی هېوادونو او په ځانګړې توګه د سعودی عربستان رول هم له پامه ونه‌غورځوی او د سولې په خبرو کې ریاض هم ښکېل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید