روزنامه اصلاح

د افغانستان او اسټرالیا د دیپلوماتیکو اړیکو پنځوسمه کالیزه په ارګ کې ونمانځل شوه

افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی د افغانستان او اسټرالیا د دیپلوماتیکو اړیکو پنځوسمې کالیزې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کې چې لومړۍ مېرمن او د مشرانو جرګې رئیس هم حضور درلود، لومړی د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معین ادریس زمان پخپلو خبرو کې وویل، نن اسټرالیا د افغانستان یو له مهمو او پایداره شریکانو څخه دی او موږ به په مختلفو په ځانګړی ډول په افغانستان کې د سولې او ثبات تامین، اقتصادی او سوداګریزو او ولسی اړیکو په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړو.

وروسته په افغانستان کې د اسټرالیا سفیر جییف تود پخپلو خبرو کې جمهوررئیس او د افغانستان ملت ته د هیواد د خپلواکۍ سلمې کالیزې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، نن موږ د دیپلوماتیکو اړیکو پنځوسمه کالیزه نمانځو، خو د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو مخینه له یوې نیمې پېړۍ اوړی.

هغه وویل، اسټرالیا غواړی د کانونو، کرنې، سوداګرۍ او روغتیا په برخو کې له افغانستان سره له نږدې او لا زیاتې همکارۍ ولری.

وروسته د اسټرالیا د پارلمان غړی اندریو والاس چې د یوه پارلمانی پلاوی په مشرۍ کابل ته راغلی، د افغانستان او اسټرالیا د اړیکو تاریخی مخنیې په اړه پخپلو خبرو کې وویل، تېره اونۍ د افغانستان او اسټرالیا د دیپلوماتیکو اړیکو د پنځوسمې کالیزې په مناسبت د اسټرالیا په یوه ښار کې د عکسونو نندارتون جوړ شوی و.

هغه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې د خپل هیواد د سرتېرو یادونه وکړه او وې ویل، اسټرالیا په تېرو ۱۸ کلونو کې له افغانستان سره ۱.۴ میلیارد ډالر مرسته کړې او هیله لرم دغه هیواد دایمی سولې او ثبات ته ورسېږی.

وروسته جمهوررئیس غنی پخپلو خبرو کې د افغانستان او اسټرالیا د دیپلوماتیکو اړیکو د پنځوسمې کالیزې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د بودجې، پوهنې، روغتیا، ټکنالوژۍ او په ځانګړی ډول بشری پانګې په برخو کې له افغانستان سره د اسټرالیا مرستې مهمې وې.

جمهوررئیس وویل، د اندریو والاس په مشرۍ د اسټرالیا د پارلمانی پلاوی سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو نږدیکت ښیی.

د هېواد جمهوررئیس همداراز د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې د اسټرالیایی ځواکونو د خدمت مننه وکړه او د هغو ۳۴ اسټرالیایانو د کورنیو ستاینه یې وکړه چې له ترورېزم سره په ګډه مبارزه کې قربانی شوی دی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید