روزنامه اصلاح

د افغانستان او اروپایی ټولڼې ترمنځ د ۴۷۴ میلیونه یورو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناوو په چارو کې د جمهوری ریاست د عالی مقام ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومی، د جینوا کنفرانس په څنډه کې د نړیوالې پراختیا او همکاریو لپاره د اروپایی ټولنې له کمېشنر ښاغلی نیوین میمیکا سره د ۴۷۴ میلیونو یورو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د مالیې وزارت د ویاند دفترباختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په لېږلو سره لیکلی دی:

د یادې مرستې ژمنه دوه کاله وړاندې اروپایی ټولنې د بروکسل کنفرانس په مهال له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره شوې وه.

ټاکل شوې ده چې دغه مرسته د درېیو کلونو په موده کې ولګول شی. د یادې مرستې له جملې څخه ۳۱۱ میلیون یورو د افغانستان د ملی بودیجې له لارې لګول کېږی.

دغه مرسته د افغانستان د ملی بودیجې د ملاتړ لپاره د دولتی جوړونې قرارداد له لارې ځانګړې شوې ده او د عدلی او قضایی، روغتیا او خوراک، د ټاکنو بهیر د ملاتړ، د جګړې له امله د کډوالو او بې ځایه شویو په برخه کې لګول کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید