روزنامه اصلاح

د افغانستان او اروپایی ټولنې ترمنځ دوهمه کاری ناسته په کابل کې جوړه شوه

د افغانستان او اروپایی ټولنې ترمنځ د بشری حقونو، ښې حکومتوالۍ او کډوالۍ په اړه دوهمه کاری ناسته د شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوه.

د هېواد لومړۍ مېرمن  بی بی ګل غنی وایی، افغانستان او اروپایی ټولنه ګډ ارزښتونه لری او د دغو ارښتونو په بنسټیز کولو کې اروپایی ټولنې مهم رول لوبولی دی.

اغلې بی بی ګل غنی د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او اروپایې ټولنې ترمنځ د بشری حقونو، ښې حکومتوالۍ او مهاجرت په اړه دوهمه ناسته کې وویل چې د ولسواک نظام په رامنځته کولو کې د اروپایی ټولنې هڅې د ستایلو دی، خو پخپله افغان حکومت هم په دې برخه کې مکلیفتونه لری.

نوموړې وویل: “د بشری حقونو په برخه کې د ژمنو عملی کول، یو مهمه او ملی موضوع ده او افغان حکومت مکلف دی چې امکاناتو ته په کتو په دې برخه کې وضع شوی اصول او قواعد عملی کړی.”

د افغانستان او اروپایی ټولنې ترمنځ کاری ډلې تېر کال رامنځته شوې چې لومړنۍ ناسته یې د تېر میلادی کال د فبرورۍ د میاشتې په اتمه په بروکسل کې ترسره شوه.

د افغانستان او اروپایی ټولنې کاری ډلې په کال کې یو ځل د مهمو مسایلو په اړه ناستې کوی او یو بل ته مشخص وړاندیزونه کوی.

د سږنۍ ناستې بحث یې د بشری حقونو، ښې حکومتوالۍ او کډوالۍ په مسایلو متمرکز و.

یادې ناستې ته د اروپایی ټولنې استازې مېرمن پولا پیمپولانی وویل، د بشری حقونو تامین د ډموکراسۍ او نظامونو د دوام لپاره مهم اصل دی او اروپایی ټولنه به له افغانستانه خپل سیاسی ملاتړ ته دوام ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید