روزنامه اصلاح

د افغانتور تصدۍ د ١٣٩٨ کال مالی پروګرام تصویب شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ د تصدیو د عالی شورا په غونډه کې وویل چې د قانون تطبیق، په چاروکې د شفافیت سبب کېږی.

د باختر آژانس د خبریال د خبرله مخې:

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې په دې غونډه کې په ټینګار سره وویل: شفافیت هغه وخت رامنځته کېږی چې قانون په ټولو برخو او په مشخصه توګه د اړوندو بنسټونو د مالی پروګرامونو په چمتو کولو کې په پام کې ونیول شی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې په لګښتونو کې پر سپما هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې په لګښتونو کې سپما د عوایدو له زیاتوالی سره مرسته کوی.

په دې غونډه کې د افغانتور تصدۍ رئیس نورمحمد حسین خېل په ١٣٩٧کال کې د دغه بنسټ کاری رپوټ وړاندې کړ او په ١٣٩٨ کال کې یې د افغانتور تصدۍ مالی پروګرامونه بیان کړل.

په همدې ترتیب د مالیې وزارت د دولتی تصدیو او شرکتونو لوى رئیس شفیق الله شهرانی، د افغانتور تصدۍ د رپوټ په باب خبرې وکړې او د دغه بنسټ د مالی پروګرامونو په باب یې خپلې نظریې وړاندې کړې.

د غونډې په پاى کې په ځینو مواردوکې له تعدیل وروسته، د افغانتور تصدۍ د ١٣٩٨ کال مالی پروګرام تصویب شو.

په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت او د اړوندو بنسټونو استازو هم ګډون کړى و.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید