روزنامه اصلاح

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معینیتونو په چارو کې دې ځنډ رامنځته نه شی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اداری غونډه  پرون د دغه وزارت د سرپرستې حسینې ساپۍ په مشرۍ جوړه شوه.

د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د دغه وزارت د څلور ګونو معینیتونو په کاری چارو کې د ښه تنظیم په مقصد  اړوندو معینانو ته لارښونه وکړه، ترڅو په کاری چارو کې د ځنډ مخه ونیول شی.

حسینې ساپۍ د فرهنګ او هنر، خپرونو، ځوانانو  او د ګرځندوى، مالی او اداری معینانو ته وویل چې په لازم ډول خپل کارونه تنظیم کړئ ترڅو له یوې خوا د دوى اړوند خدمتونه ونه درول شی او له بلې خوا د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه جدی ونیسی او د دغه ویروس د خپریدو په مخنیوی کې له هیڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړی.

معینانو په غونډه کې هریو خپل کاری پروګرامونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستۍ سره شریک کړل  او د اجرااتو لپاره  یې لازمې لارښونې واخېستې.

په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د معینیتونو له چمتووالی څخه قدردانې وکړه او ویې ویل: په همغږۍ سره کولاى شو چې د کرونا ویروس د خپریدو مخه ونیسو.

هغې زیاته کړه: څنګه چې لیدل کېږی تراوسه پورې په دې برخه کې ډیرښه لازم اقدامات ترسره شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید