روزنامه اصلاح

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ د مور په شېدو د تغذیې نړیواله اوونۍ ونمانځله

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملکی خدمتونوکې د ښځو د ملاتړ آمریت د عامې روغتیا وزارت د مور په شېدو د تغذیې ادارې په همکارۍ د مور په شېدو د تغذیې نړیواله اوونۍ ونمانځله.

د باختر آژانس خبریال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملی نګارستان کې جوړه شوه؛ د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د طبی وقایې او کنټرول لوى رییس ډاکتر بشیراحمد حمید وویل: د مور په شېدو تغذیه یو طبیعی بهیر دى او د مور شېدې الهی سوغات دى چې خداى (ج) مور ته ورکړى دى.

هغه زیاته کړه چې د پوهانو څېړنو ښودلې ده چې د ژوند په لومړی یو ساعت کې که چېرې ماشوم د مور په شېدو تغذیه شی؛ د ماشومانو د مړینې کچه ٢٢ سلنه کمښت مومی او که په لومړیو شپږو میاشتوکې ماشومان د مور په شېدو تغذیه شی؛ په مړینه کې١٣سلنه کمښت راځی.

ډاکتر حمید زیاته کړه: د عامې روغتیا د وزارت یو مهم کار وقایه ده چې یو له دې وقایې څخه د مور په شېدو تغدیه ده. هغه ماشوم چې د مور په شېدو تغذیه شی؛ د نورو ماشومانو په پرتله چې په مصنوعی شېدو تغذیه کېږی، د زړه، وینې فشار او په نورو ناروغیو نه اخته کېږی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پر خپرونو د څارنې رییس سید جعفرراستین، په هېوادکې د مور په شېدو د تغذیې د ارزښت په اړوند د خلکو د پوهاوی د ټیټې کچې په اړه وویل: زیات عوامل شته چې میندې خپل ماشومان په خپلو شېدو نه تغدیه کوی.

هغه وویل چې ټولنیز، فرهنګی او ناوړه عنعنات او دودونه د مور په شېدو د ماشومانو پر تغدیې بد اغېز لری او باید د هغو په وړاندې ودریږو او په لومړی ګام کې د مور په شېدو د ماشومانو د تغذیې په برخه کې خپله پوهه او پوهاوی لوړ کړو.

د عامې روغتیا وزارت د تغذیې برخې رییسې ډاکترې مرسل مناتی د موضوع په اړوند خبرې وکړې او ویې ویل: د مور په شېدو تغدیه د ماشومانو لپاره ډېره ګټوره ده او د اسلام مبین دین هم د مور په شېدو د ماشومانو د تغذیې په برخه کې زیات ټینګار کړى دى.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملکی خدمتونو کې د ښځو د ملاتړ آمرې محبوبې سعادت وویل: د مورشېدې ماشوم لپاره یو الهی نعمت دى، ځکه د خوراکی ټولې اړتیاوې د مور په شېدو کې نعښتې دی.

هغې وویل: د مورشېدې له ماشوم څخه د هرډول ناروغیو په وړاندې ملاتړ کوی او موږ باید ټولو کورنیو ته په هرې ممکنې لارې چې وی؛ د مور شېدو د ګټو په باب پوهاوى ورکړو او باید د ماشوم له زیږون وروسته له ټولو شېدې ورکوونکو میندو سره د کورنیو له خوا مرسته او همکاری وشی او تر دوو کلونو پورې شېدې ورکوونکې میندې باید له ښو خوړو او میوو څخه زیاته استفاده وکړی.

محبوبې سعادت وویل: په دینی زده کړو کې د مور د شېدو په اړوند هم مهم ټکی مطرح شوی دی چې هم د خداى تعالى رضایت او هم د ماشوم د مور مصلحت به پکې وی او هیله کېږی چې د ماشومانو د مړینې مخه ونیول شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید