روزنامه اصلاح

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسینې ساپۍ په مشرۍ د دغه وزارت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه په کابل کې جوړه شوه. د باختر آژانس خبریال د خبرله مخې، په دې غونډه کې چې د یوشمېر دولتی او خصوصی رسنیو د مسوولینو او د یوشمېر بنسټونو د خپرونو برخو د رییسانو په ګډون جوړه شوه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ د دغه وزارت او رسنیو ترمنځ پر زیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې رسنۍ باید د راتلونکو انتخاباتو په اړوند د انتخاباتی کمپاینونو خبرونه په ناپیلی ډول خپاره کړی.

حسینې ساپۍ د اطلاع رسونې په برخه کې د رسنیو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې رسنۍ باید د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې او د مور په شېدو د تغذیې اوونۍ په اړوند د رپوټونو او خبرونو په ښه پوښښ کې هم زیاتې هلې ځلې وکړی او په دې اړوند یې د دولتی رسنیو له لارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین فاضل سانچارکی هم په خپلو خبروکې د دې غونډې د جوړولو هدف د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او رسنیو ترمنځ د دوستۍ او صمیمیت د فضا رامنځته کول او د متقابلې همکارۍ د روحیې پیاوړتیا وبلله. سانچارکی د روانو حالاتو په منعکسولو او اطلاع رسونه کې د رسنیو رول ارزښتناک وباله او ټینګار یې وکړ چې رسنۍ باید د انتخاباتو د خبرونو په منعکسولو کې عدالت او بېطرفی رعایت کړی.

دغه راز په غونډه کې برخه والو د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په اړوند خپلې نظریې او پیشنهادونه وړاندې کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید