روزنامه اصلاح

د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پترولیم د وزارتونو ترمنځ دهمکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو

د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پترولیم د وزارتونو ترمنځ دهمکارۍ تفاهم لیک، د عینکو د مسو په کان کې لاسلیک شو.

د دغه تفاهم لیک له مخې، که چېرې د کانونو او پترولیم وزارت د لوګر ولایت د عینکو د مسو له کان څخه د مسو د را ایستلو په بهیرکې له کومې تاریخی سیمې او یا لرغونو آثارو سره مخامخ کیږی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهانو په سلامشورې د مسو د را ایستلو کارته دوام ورکوی .

د باختر آژانس د خبریال د خبرله مخې:

دغه تفاهم لیک د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې او نوماند وزیرې حسینې صافی او د کانونو اوپترولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان لاسلیک کړ.

میرمن حسینه صافی د تفاهم لیک له لاسلیک کولو مخکې په لنډو خبروکې وویل چې لرغونی او تاریخی آثار د هېوادونو هویت دى.

دې دغه راز وویل: د نړۍ لرغونپوهانو افغانستان د هغو هېوادونوله جملې څخه بولی چې زیات لرغونی او تاریخی آثار لری .

دې زیاته کړه چې تر اوسه پورې د عینکو د مسوله کان څخه څه د پاسه ۱۰۰۰  تاریخی آثار ترلاسه شوی او ملی موزیم ته لیږدول شوی دی او د دې ترڅنګ ۳۰۰ ترلاسه شوی آثار تر ترمیم لاندې دی.

په همدې حال کې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان وویل چې د عینکو د مسو د کان تاریخی آثار د افغانستان د خلکو ملی او تاریخی پانګه ده، په همدې مقصد دغه تفاهم لیک لاسلیک شو ترڅو هغه آثار چې د کان د را ایستلو په بهیرکې د کان کار ګران ورسره مخامخ کیږی، لرغونپوهانو ته خبر ورکړی.

دغه راز د لوګر والی او د کورنیو چارو وزارت دعامه محافظت معین تورنجنرال عبدالرزاق امیری چې د دغه تفاهم لیک د لاسلیک کولو په مراسموکې حاضر وو، ژمنه وکړه چې د عینکو د مسو کان د امنیت په تامینولوکې د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پترولیم له وزارتونوسره همکار دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې رئیس نورآغا نوری وویل چې د عینکو د مسو له کان څخه ترلاسه شوی آثار د بودایانو، یفتلیانو او دکوشانیانو  په دورو پورې مربوط دی .

د دغه تفاهم لیک د لاسلیک کولو په مراسموکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوری هم حاضر و.

ممکن است شما دوست داشته باشید