روزنامه اصلاح

د اسیا پرمختیایی بانک:د افغانستان اقتصادی وده ۲۰۲۰ کې منفی پنځه سلنې ته ټیټېدی شی

د اسیا پرمختیایی بانک اټکل کړی چې په روان میلادی کال کې به د افغانستان اقتصادی وده منفی پنځه سلنې ته ټیټه شی.
د دغه بانک د کلنۍ ارزونې تازه راپور وایی، د کوویډ نولس رنځ خپرېدل او روانې سیاسی او امنیتی ننګونې په تېرو نږدې دوو لسیزو کې په بې مخینې ډول د دغې ځوړتیا عمده لاملونه دی.
دغه اداره وایی د افغانستان لپاره په راتلونکی میلادی کال کې هم ۱.۵ سلنه وده اټکلوی خو هیله ښیی چې د سولې د روانو خبرو مثبته پایله د دغه هېواد اقتصادی وده ګړندۍ کړی.
نړیوال بانک چې د روان ۲۰۲۰ کال په سر کې یې د افغانستان لپاره د درې سلنې وړاندوینه کړې وه، اوس وایی دا اقتصادی وده د کورونا د خپرېدو او د سیاسی او امنیتی ننګونو له امله په روان میلادی کال کې منفی پنځه ته ښکته کېدی شی. دغه اداره وایی دا رنګ ځوړتیا له ۲۰۰۳ کال راهیسې د افغانستان لپاره بې مخینې ده.
د دغه ځوړ عمده لامل د کوویډ نولس رنځ خپرېدل دی چې پر عوایدو، کاروبار او استخدام یې هم ډېر ناوړه اغېزونه کړی دی.
خو دغه اداره وایی په ۲۰۲۱ کال کې به دا بهیر بېرته په ښه کېدو شی او د ۲۰۲۱ کال لپاره یې د افغانستان د اقتصادی لپاره د یو اعشاریه پنځه سلنې ودې اټکل کړی.
په افغانستان کې د اسیا د پرمختیایی بانک مشر نریندرا سېنګرو وایی، د دوی اټکل ښیی چې په راتلونکی کال کې هم د اقتصادی ودې ښه کېدل، د سولې په خبرو او د افغانستان په اړه په راروان نړیوال کنفرانس کې د نړیوالو په ژمنو پورې اړه لری.
ښاغلی سېنګرو زیاتوی چې دغه بانک له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره وار له مخه ۴۲ مېلیونه ډالره مرسته کړې او د نږدې سل مېلیونو ډالرو نورې مرستې لپاره هم چمتو کېږی:
“د اسیا پرمختیایی بانک په دې وروستیو کې په افغانستان کې له کورونا وبا سره د مبارزې لپاره ۴۲ مېلیونه ډالره مرسته وکړه چې روغتونونه او روغتیایی مرکزونه پرې جوړل شول، وسایل پرې رانیول شول او روغتیا پالان پرې وروزل شول. موږ پوهېږو چې د کوویډ نولس اغېزې پراخې دی. د آسیا پرمختیایی بانک په همدې خاطر د کوویډ نولس د ځواب ویلو د بسپنې تر پروګرام لاندې د سل مېلیونو ډالرو په اندازه مرستې ته چمتووالی نیسی.”
ښاغلی سېنګرو زیاته کړه چې د اسیا د پرمختیایی بانک به د مرستو او بسپنو تر څنګ له نورو مرستندویانو هم افغانستان ته د بسپنو را اخیستو ته دوام ورکړی.
د اسیایی پرمختیایی بانک د افغانستان د زېربنایی وجهی صندوق په نامه یو نوښت هم مدیریت کوی چې په اوسمهال کې د افغانستان د پراختیایی اقتصاد ډېره برخه پرې تکیه ده.
ښاغلی سېنګرو وایی په دغه نوښت کې هم د بدلون تکل لری او هڅه کوی چې د سولې له روانو خبرو د وروسته پړاو لپاره دغه هېواد ته د بسپنو او مرستو د راټولولو لړۍ پراخه کړی:
“موږ هیله لرو چې پر دغه جوړښت بیا کتنه به د دې لامل شی چې له سولې وروسته افغانستان لپاره به د افغانستان زیربنایی وجهی صندوق ته لا ډېرې بسپنې را جلب کړی.”
د اسیا پرمختیایی بانک وایی په روان میلادی کال کې د خوراکی توکو د بیې د لوړوالی له امله د تورم کچه هم پنځه سلنه لوړه شوې چې دا د تېر کال په ورته موده کې دوه سلنه وه.
دغې ادارې د روان میلادی کال په سر کې د ۲۰۲۰ لپاره درې سلنه او د ۲۰۲۱ لپاره څلور سلنه وده اټکل کړې وه خو تر څنګ یې د افغانستان پر اقتصادی حالت د سیاسی بې ثباتۍ او د کوروناویروس د خپرېدو د سخت اغېز اټکل هم کړی و.
دغې ادارې د خپل کلنی ریپوټ د خپرولو پر مهال یې پر افغان حکومت غږ کړی و چې پر بهرنیو مرستو تکیا کمه کړی او د ځان بساینې په لور د ګام اوچتولو په خاطر خپل کورنی عواید ډېر کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید