روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان امنیتی او دفاعی بنسټونه وایی د داعش خراسان څانګې د مشر نیول په دې ډلې لوی ګوزار دی، خو لا هم د دغه وسلهوالې ډلې پر ضد مبارزې ته اړتیا ده
دغه بنسټونه وایی د اسلم فاروقی نیول به د افغانستان په جګړه مستقیم تأثیر ولری.
د افغانستان دفاع وزارت وایی چې داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې او اوسمهال د دې هېواد ختیځ کونړ په یو شمېر ولسوالیو کې حضور لری چې ډېر ژر به دغلته هم لهمنځه یوړل شی.
د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وری ۱۷» ازادی راډیو ته وویل: “په ټوله کې چې امنیتی ځواکونه د ترورېستانو پر ضد عملیاتونه کوی او د دغو ډلو په ځانګړی ډول د داعش مشران پهکې لهمنځه ځی، یا هم نیول کېږی بې له شکه چې دا د افغانستان په وضعیت مثبت تأثیرات لری، راځئ تاسې نن له دوه کاله وړاندې سره مقایسه کړئ، دوه کاله وړاندې داعش ډله په اوج کې وه خو اوسیې حضور ډېر زیات کم شوی دی.”
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وایی چې لا هم دغه وسلهوالې ډلې ته په دې هېواد کې د خطر په توګه کتل کېږی او په وړاندې یې د جدی مبارزې ژمنه کوی.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وویل د لهمنځه وړلو په برخه کې یې باید د سیمې هېوادونه هم مرسته وکړی.
هغه زیاته کوړه: “زموږ په نظر لا هم د داعش ډله یو خطر دی، خو د لهمنځه وړلو په برخه کې یې سیمهییزې اجماع ته اړتیا ده چې له مخې یې باید نهیوازې د داعش، بلکې د ټولو ترورېستی ډلو په وړاندې په ګډه مبارزه وشی.”
د افغانستان د ملی امنیت ریاست وړمه ورځ د اپرېل په ۴مه، د داعش خراسان برخې د مشر اسلم فاروقی د نیولو خبر ورکړ.