روزنامه اصلاح

د استاد کمال الدین بهزاد د علمی او تحقیقی سیمینار دجوړولو کمیسیون غونډه وکړه

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر دمعین  پوهاند محمد رسول باوری په مشرۍ، دهرات  دتیموریانو دځلانده پیړى دانځورګر او میناتوریست، استاد کمال الدین بهزاد دعلمی او تحقیقی سیمینار دجوړولو کمیسیون  غونډه وکړه .

دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، په دې غونډه کې چې داړوندو بنسټونو درییسانو او استازو په ګډون جوړه شوه، دهرات دتیموریانو دځلانده پیړى دانځورګر او میناتوریست استاد کمال الدین بهزاد د سیمینار دجوړولو په خاطر دلازمو تیاریو په مقصد علمی ، تدارکاتی او تشریفاتی کمیټې جوړې شوې .

دغه راز په دې غونډه کې دسیمینار دلوګو، بنرونو او شعارونو دبرابرولو په اړوند خبرې اترې وشوې او دکمیسیون غړو دښه تیاریو په لاره کې خپلې  نظریې، پیشنهادونه او طرحې وړاندې کړې .

په پاى کې پوهاند باوری دهرات دتیموریانو دځلانده پیړى دانځور ګر او میناتوریست استاد کمال الدین بهزاد دعلمی او تحقیقی سیمینار دښه جوړولو په خاطر دکمیسیون دغړو په هلوځلو ټینګار وکړ .

دغه سیمینار به دراتلونکې کال د ثور په میاشت کې ددریو ورځو لپاره په کابل کې جوړ شی .

ممکن است شما دوست داشته باشید