روزنامه اصلاح

د اساسی قانون ساتنه او دوام د حکومت د سولې نقشې اصلی محور دی

د افغانستان د جمهوری ریاست دوهم مرستیال سرور دانش وایی‌ سره له دې چې د افغانستان اساسی‌ قانون ساتنې ته ژمن دی،‌ خو د سولې لپاره تعدیل کېدای شی.
استاد سرور دانش پرون یکشنبه اپرېل ۴(وری ۱۵) د افغانستان د لویې څارنوالۍ د سرپرست معرفی کولو په مراسمو کې وویل چې له عادلانه سولې پرته بل هر ډول توافق به په دغه هیواد کې د یو بل جنجال لامل شی.
ښاغلی دانش سوله د افغانستان یوه مهمه اړتیا وګڼله او وویل: “سوله د دې ارزښت لری چې د ټینګېدو لپاره یې د افغانستان په اساسی قانون کې تعدیل ومنو، خو تعدیل د هغه میکانیزم په اساس چې خپله په اساسی قانون کې مطرح شوی دی.”
هغه ټینګار وکړ چې د یوې ګډوډۍ او کړکېچ رامنځته کېدو د مخنیوی لپاره د اساسی قانون ساتنه او دوام د حکومت د سولې د پلان او نقشې اصلی محور دی.
دانش زیاته کړه: “افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له نهه څخه تر لسو پورې اساسی قانونه لرل،هر کله چې به کومه ګډوډی رامنځته کېدل، اساسی قانون لغوه کېده، او ځای یې نوی اساسی قانون نیولی دی، پر دې برسېره د اساسی قانون لغو کېدل خپله د ګډوډۍ په معنای دی، له دې اړخه موږ د اساسی قانون پر ساتنه او دوام ټینګار کوو.”
د هغه په وینا چې ولسمشر غنی سولې ته د رسېدو لپاره حاضر دی هر مهال چې د سولې موافقتنامه وروستۍ شوه او د افغانستان خلکو هغه تائید کړه د نړیوالې ټولنې تر نظارت لاندې ټاکنې تر سره کړی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو ځله دغه دوه مورده رد کړی دی.
تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوی وه چې ټاکل شوې ولسمشر غنی د ترکیې په ناسته کې د سولې لارې په اړه خپل نقشه معرفی کړی.
د افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته ټاکل شوې روانه اپرېل میاشت جوړه شی، د افغان چارواکو په وینا د یادې ناستې تر سره کېدو لپاره په دوحه کې د افغان، امریکایی او ترکیې د استازو ترمنځ مشورې روانې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید