روزنامه اصلاح

د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې

د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان د افغانستان د امنیتی حالت جاج اخیستی او د سولې د بهیر ملاتړ یې کړی.
د اتریش په پلازمېنه ویانا کې جوړه شوې غونډه کې د دغه سازمان دایمی غړو او اسیایی شریکانو یې د اوربند پیلولو او د تاوتریخوالی د بېړنی پای ته رسېدو غوښتنه هم کړې.
په تېرو څو ورځو کې د افغانستان د ملاتړ لپاره د نړۍ د مخکښو هېوادونو او سازمانونو د غونډو په دوام پرون د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د افغانستان د سولې د ملاتړ او د تاوتریخوالی د ختمولو ویلی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د افغانستان د سفارت په همکارۍ جوړه شوې دغې غونډه کې د دغه وزارت معین په افغانستان کې د تاوتریخوالی د ډېرېدو او د هغو د پایلو په تړاو دغه سازمان ته معلومات ورکړی.
د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایی، میرویس ناب یاد سازمان ته ویلی چې طالبان او تړونوال یې د سخت دریځۍ او تاوتریخوالی په خپرولو سره نه یوازې افغانستان او نړۍ ګواښونه پېښوی.
هغه د طالبانو په ورانکارو کړنو د پاکستان سترګې پټول هم خواشینوونکې بللی او ویلی یې دی چې تمه لری هېڅ هېواد په خپل واک لاندې سیمه کې د دغې ډلې ناقانونه حضور ته اجازه ورنکړی.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان عمومی منشی مېرمن هېلېګا شمېد د افغانستان د سولې د بهیر او په دغه بهیر کې د ښځو د حقونو د خوندی کېدو ملاتړ کړی.

د دغه وزارت په وینا په یاده غونډه کې د استرالیا، جاپان، تایلنډ، ترکیې، اروپایی ټولنې، جرمنی، تاجکستان، کاناډا، امریکا، انګلستان، اوزبېکستان، قزاقستان او روسیې استازو او سفیرانو په یوه خوله د تاوتریخوالی د بیړنی پای ته رسېدو او اوربند غوښتنه کړې.
په ورته وخت کی د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن ولسمشر محمد اشرف غنی ته ډاډ ورکړی چې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکوی. ولسمشر غنی پر ټویټر لیکلی، د جمعې په ماښام یې له ښاغلی بایډن سره ټیلېفونی خبرې کړې، چې د اقتصادی او ډیپلوماتیک ملاتړ له دوام هم د امریکا ولسمشر ډاډ ورکړی دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغان ولسمشر محمد اشرف غنی سره په ټیلیفونی خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د دوام او د سولې او امنیت پر مسلو بحث کړی.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایی ښاغلی بایډن ولسمشر غنی ته د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی.
د ارګ پر وېبپاڼه د ولسمشر غنی له خولې لیکل شوی، له امریکایی ولسمشر سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو او نوی پړاو بحث او خبرې وشوې.
ولسمشر غنی ویلی، په دې خبرو کې یې ډیپلوما

ممکن است شما دوست داشته باشید