روزنامه اصلاح

د ارواښاد ایت‌الله العظمی قربان‏ علی محـقق کابلی روح ته د دعا او فاتحې مراسم په ارګ کې ترسـره شـول

افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غنی په حضور کې د ارواښاد ایت الله العظمی قربان علی محقق کابلی روح ته د دعا او فاتحې مراسم پرون له غرمې مخکې په دلګشا جامع جومات کې ترسره شول د فاتحې په دې مراسمو کې پر جمهوررئیس غنی سربېره، د جمهوری ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، د کابینې یو شمېر غړو، دولتی مقاماتو، د افغانستان د علماوو د سرتاسری شورا او  د اهل تشیع علماوو شورا رئیسانو  او غړو او د ارواښاد ایت الله العظمی قربان‏علی محقق کابلی پېروانو هم حضور درلود

جمهوررئیس غنی او د فاتحې د مراسمو نورو ګډونوالو د ارواښاد ایت الله العظمی قربان‏علی محقق کابلی روح ته د دعا ترڅنګ، نوموړی ته د لوی خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید