روزنامه اصلاح

د ارمان لوڼی وژنې په افغانستان کې هم تند غبرګونونه راپارولی

د بلوچستان په لورلایی کې د پښتنو د حقونو د غوښتونکی ارمان لوڼی وژنې په افغانستان کې هم غبرګونونه راپارولی دی.

د پښتنو د حقونو لپاره د راوتلی ځوان ارمان لوڼی وژنې د ډیورند کرښې د ها غاړې تر څنګ په کابل، کونړ، ننګرهار او خوست کې هم تند ولسی غبرګونونه راپارولی دی.

په پایتخت کابل کې د افغان ژغورنې غورځنګ غړو د یوې اعتراضیه راټولیدنې په ترڅ کې د لوڼی وژنه په کلکو ټکو وغندله او ویې ویل چې پاکستان په دا شان وژنو غواړی چې د پښتنو د حق غوښتنې غږ غلی کړی.

د دوی له منځه زهیر زندانی دغې غونډې ته وویل: “مونږ ټول افغانان د ارمان شهید غم خپل غم ګڼو او په دې سخت وخت کې د خپلو وروڼو تر څنګ ولاړ یوو، مونږ د منظور پښتین ملاتړ کوو او غږ ته یې منتظر یوو، مونږ له دوی سره دا غږ بدرګه کوو چې د وژنې او تاوتریخوالی خلاف یو او باید د دغو وژنو پوښتنه وشی.”

له کابل سره هم مهاله په ننګرهار، کونړ او خوست کې هم سلکونه کسان راټول شوی وو او د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو سره یې د ارمان لوڼی د وژل کېدو په تړاو غمشریکی وکړه.

په ننګرهار او کونړ کې راټولو شویو خلکو د نوموړی غایبانه جنازې هم وکړې، خو په کابل کې د غایبانه جنازې تابیا د دوشنبې په ورځ نیول شوې ده.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په احتجاجی بڼه دا راټولېدنې له هغې یوه ورځ وروسته کېږی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی ارمان لوڼی د بلوچستان په لورلایی سیمه کې د پولیسو له خوا په اخ او ډب کې ووژل شو.

د دغې غورځنګ مشر منظور پښتین پر پاکستانی پولیسو تور پورې کړی چې له

ارمان لوڼی سره یې تاوتریخوالی کړی او په بې رحمانه ډول یې وژلی دی.

د ارمان لوڼی له وژل کېدو وروسته په خواله رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې او د پښتون ژغورنې غورځنګ ویناوې ښیی چې د پاکستان حکومت یو ځل بیا د تاوتریخوالی هڅه کړې او هغو خلکو ته یې اجازه نه ورکوله چې ژوب او قلعه سیف الله ته د نوموړی جنازې ته روان وو.

ارمان لوڼی د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی او د غورځنګ د بلې فعالې وړانګې لوڼۍ ورور و.

۳۵ کلن ارمان په کالج کې د پښتو ادبیاتو استاد و، واده یې کړی او درې لوڼې ترې پاتې شوې.

دا د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړو او پلویانو لومړی کس نه دی چې وژل کېږی، بلکې له دې وړاندې هم د مشال خان، طاهر داوړ او د نقیب الله مسید په څېر ډېر نور ځوانان وژل شوی، خو لا یې چا سپیناوی نه دی کړی.

خو پرون په دغو احتجاجونو کې غوښتنه وشوه چې له دې وروسته باید د بشری حقونو تر هر بنسټه دا غږ ورسول شی چې دوی عدالت او حساب غواړی.

د غونډې له منځه اسرار کریمزی وویل:

“په ټولو نړیوالو فورمونو، په ملګرو ملتونو او د بشری حقونو په هر بنسټ غږ کوو چې په دغو ستونزو نورې سترګې پټې نه کړی، افغانان او د لر او بر پښتانه مشران، لیکوالان او سیاسی مبارزین باید نور راپورته شی او زمونږ ستونزې نړیوالو ته وړاندې کړی.”

د دې تر څنګ د ارمان لوڼی وژنې د ټولنیزو رسنیو فېسبوک، ټوېټر او نورو سایټونو هم تند غبرګونونه راپارولی دی.

د پاکستان حکومت په رسمی توګه تر اوسه څه نه دی ویلی، خو په پاکستان او افغانستان کې د خلکو احتجاجی غونډې او غبرګونونه په ډېرېدو دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید