روزنامه اصلاح

د آقینې-اندخوی د اوسپنې پټلۍ کار بشپړ شو

د ټرانسپورټ وزیر انجنیر یما یاری فاریاب ته په سفرکې څو پروژې چې کار یې بشپړ شوی دی، پرانیستلې.

باختر آژانس د ټرانسپورټ وزارت د خبرپاڼې له خولې خبر ورکوی چې د ټرانسپورټ وزیر د ٣٠ کیلومترو په اوږدوالی د آقینې-اندخوی د اوسپنې پټلۍ د جوړولو کار پرانیست چې د دغې کرښې ټول لګښت ٣٠ میلیونه امریکایی ډالره اتکل شوی دی.

دغه راز د ټرانسپورټ وزیر د آقینې د اوسپنې پټلۍ لس کیلومتره تمځای چې د ٩.٣ میلیونه ډالرو په ارزښت کار یې بشپړ شوی دی، پرانیست.

دغه راز د ترانسپورت وزیر د خان چارباغ ولسوالۍ له قومی مشرانو سره وکتل.

په کتنه کې د دې ولسوالۍ مشرانو د اندخوی حلقوی سړک د لومړی فاز د جوړولو غوښتنه وکړه چې د اندخوی ترانزیتی لاره د خان چارباغ ولسوالۍ د آقینې له تجارتی بندرسره نښلوی.

دیو بل خبر له مخې، د بلخ ولایت د اوسپنې پټلۍ ریاست د ودانۍ د جوړولو کار بشپړ شو.

دغه ودانۍ په اساسی او معیاری ډول د ۴۰ میلیونو افغانیوپه لګښت په څلوروپوړونوکې جوړه شوې ده.

دغه راز د ترانسپورت وزیر بلخ ته په رسمی سفرکې، د څه نا څه یوملیارد افغانیوپه لګښت د مزارشریف ښار د ۱۷ کیلومترو په اوږدوالی د حلقوی سړک پرانسته هم وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید