روزنامه اصلاح

د آریانا افغان هوایی شرکت نوی الوتکه په الوتنې پیل وکړ

 

دآریانا افغان هوایی شرکت بوئینګ -۵٠٠-٧٣٧ ډوله  نوی الوتکه خپله لومړى الوتنه له کابل څخه هرات ولایت ته  ترسره کړه .

دباخترآژانس دخبریال دخبرله مخې،  دآریانا افغان هوایی شرکت  لوى رییس نادر عمر په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه وویل چې دغه الوتکه یې  ددوو ملیونو څلور سوه پنځوسو زرو امریکایی ډالرو په بیه  له موزمبیق هېواد څخه پیرودلې ده او شل کاله سابقه لری .

ده وویل چې دغه الوتکه  له یوسلو شلو څخه تریوسلو پنځوسوتنو سپرلیو ظرفیت لری او سی چک یې ددغه شرکت  دتخنیکی انجنیرانو له خوا ترسره شوى دى .

ده زیاته کړه چې داریانا افغان هوایی شرکت په تیرو کلونوکې شپږ الوتکې درلودې او له  دوو کلونوراپدیخوا  یواځې درې فعالې الوتکې لری .

نادر عمر زیاته کړه چې داریانا افغان هوایی شرکت دستونزو دلرې کولو په خاطر دغه  ٧٣٧ ډوله  بوئینګ الوتکه پیرودل شوې ده او دغه شرکت په پام کې لری چې په نږدې راتلونکې کې یو بل الوتکه هم وپیری چې په الوتنه کې نیمګړتیا رامنځته نه شی .

ددغې الوتکې  په پیرودلو سره تریوې اندازې پورې ستونزې لری شوی دی اوس  داریانا افغان هوایی شرکت الوتکې قندهار، هرات، او دبلخ ولایتونو او له افغانستان څخه بهر داورمچی ، استانبول ، انقرې، نوی ډیلی، جدې او مسکو ښارونو ته الوتنې کوی .

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید