روزنامه اصلاح

دینی عالمانو او مدنی فعالانو په هېواد کې د اوربند د ټینګښت غوښتنه وکړه

یوشمېردینی عالمانو، مدنې فعالانو، معلولینو، د جګړې د قربانیانو کورنیو او ځوانانو پرون د عیدګاه په جامع جومات کې په یوه غونډه کې په هېواد کې د اوربند د ټینګښت او د سولې د تامینولو غوښتنه وکړه.
د باختراژانس د خبریال د خبرله مخې: دغونډې برخه والو په داسې حال کې د سولې او اوربند د ټنیګښت غوښتنه وکړه چې په دوحه کې د افغان حکومت و طالبانو ترمنځ خبرې له دوو میاشتو را په دې خوا د غونډو د پرمخ بیولو لپاره په طرزالعمل او د کار په لارو چارو کې د اختلافاتو په سبب بې پایلې پاتې دی او د هېواد خلک اندېښنه لری چې د سولې د ټینګښت لپاره ترلاسه شوى فرصت د اختلافونو له امله له منځه لاړ شی.
په دې غونډه کې چې په همدې مقصد په عیدګاه جومات کې جوړه شوې وه د بی بی فاطمه زهرا د جومات خطیب مولوی عبدالبصیرصدیقی د جګړې د مصیبتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل، زموږ خلک ۴٠ کاله د جګړې په اور کې وسوځېدل اوپه وینو کې لت پت شول، په داسې حال کې چې اسلام د سولې او د یو او بل د منلو دین دى، زموږ د میندو او خویندو زړونه د خپلوعزیزانو په غم کې داغ داره دی.
صدیقی زیاته کړه اوس چې د خبرو فرصت رامنځته شوى دى ښه ده چې دواړه لوری یوې موافقی ته ورسیږی او جګړه پاى ته ورسوی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو سرپرست لایق شا ځدران هم د سولې د تامینولو، د اوربند د ټینګښت او د یو او بل د منلو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، راځئ چې د دوحې د خبرو مثبتو اړخونو ته وګورو، کله چې دواړه د سولی غوښتوونکی یو باید په هېواد کې په افغانی فکر د یو او بل ترڅنګ کښینو او موافقې ته ورسیږو چې دغه کار د ملی او سراسری سمون او پیوستون ته اړتیالری.
ځدران له ځوانانو او د دینی او مدنی چارو له فعالانو څخه وغوښتل چې له سولې بهیر سره یوځاى شی او د جګړی تابوت د تل لپاره ښخ کړی.
د دین د مسئلو څیړونکى او د پوهنتون استاد امرالدین فهیم د روانې جګړې او د یو بل د منلو په اړه د اسلام د مبین دین په اړه خبرې وکړی او ویې ویل، هیڅ داسی فتوا شتون نلری چې مسلمانان یو او بل ووژنی ، زموږ دین د چاودنې، ځانمرګی او د انسان وژنې دین نه دى؛ د اخوت ، ورورولی او د یو بل د منلو دین دى او د دې وخت رارسیدلی دى چې جګړې او وینې توئیدنې ته نه ووایو.

د غونډې په پاى کې په شپږو مادو کې یو پریکړه لیک صادر شو چې په هغه کې له دولت او طالبانو له ډلې څخه ډیر ژر د اوربند، د سولې د خبرو د دوام او د سولې د ټینګښت غوښتنه شوې ده او د وروستیو دوو لسیزو د بریالیتوبونو دفاع شوې ده.
د غونډې برخه والو پر جګړې د اعتراض په ډول د جګړې تابوت ښخ کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید