روزنامه اصلاح

دکورنیو چارو وزارت: تر دوو ورځو پورې به زیاتره هغه کسان چې غیر مسؤول وسله وال دی ونیول شی 

دکورنیو چارو وزارت ویاند وایی دغیر مسوولو وسله والو کسانو دنیونې دپروګرام طرحه بشپړه شوې ده او تر راتلونکو دوو ورځو پورې دغیر مسوولو وسله والو کسانو پروګرام پیلېږی .

دباختراژانس دخبرله مخې، دکورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش چې پرون یې په یوه خبری غونډه کې خبرې کولې، څرګنده کړه چې دغیر مسوولو وسله والو کسانو دنیونې دپروګرام طرحه بشپړه شوې ده او تر راتلونکو دوو ورځو پورې به زیاتره هغه کسان چې غیر مسوول  پیژندل کېږی ونیول شی .

ده دغه راز په دې خبری غونډه کې وویل چې دپولیسو دمنسوبینو دبدلون کار پیل شوى دى او دپولیسو هغه منسوبین به چې درې  کاله یې په یوځاى کې  تیر کړی دی نورو ولایتونو ته بدل شی .

دغه پروګرام سراسری دى چې دفساد له ډولونو سره دمبارزې په موخه عملی کېږی .

ده دغه راز یادونه وکړه چې ټاکل شوې ده ژمنی چاڼیز عملیات دمرغومی په میاشت کې پیل شی، په همدې موخه دکورنیو چارو وزارت په مشخصو ولایتونوکې خپلې څیړنې پیل کړې دی.

دکورنیو چارو وزارت ویاند په دې غونډه کې دغه راز دفوټبال  په فدراسیون کې دښځو او نجونودجنسی ځورونې او ربړونې دادعا په باب وویل چې لوى څارنوالۍ دیوه هیئت په چوکاټ کې چې دکورنیو چارو وزارت له جنایی جرمونوسره دمبارزې رییس هم دهغه غړى دى ددغې مسئلې  په باب څیړنې پیل کړې دی .

نجیب دانش دوسله والو طالبانو دډلې دیوه کلیدی غړی عبدالمنان وژل کیدل خبره ورکړل چې په دې وروستیو وختو کې دهلمند ولایت په مربوطاتو کې ووژل شو په هلمند او دهغه په ګاونډیو ولایتونوکې اغیزمن وبلل او ویې ویل چې ملا عبدالمنان دغزنی، هلمند او فراه په ناامنیو کې کلیدی رول درلود .

دغه راز په دې خبری غونډه کې دملی دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید څرګنده کړه چې د ډار اچوونکو په سنګرونو د دفاعی ځواکونو یرغلیز عملیات پیل شوی دی او دتیرو دوو اوونیو په بهیر کې ددښمن کابو زر تنه افراد وژل شوی  ٣١٢ تنه ټپیان اویوشمیر نور یې نیول شوی دی.

ده وویل چې په وژل شویو کسانو کې دوسله والو طالبانو دډلې پنځلس تنه  قوماندانان شامل دی.

جاوید وویل چې تیره شپه دهغو عملیاتو په بهیر کې چې دکندز ولایت ددشت ارچی ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول دوسله والو مخالفانو شپږ تنه سرګروپان ووژل شول چې په هغو کې ملا عین الدین او ملانجیب الله هم شامل دی او د دښمن پنځلس مرکزونه او قرارګاوې دړې وړې شوې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید