روزنامه اصلاح

دکابل ښار دلومړى او څلورمې ناحیې دواټونو او سړکونو د نومولو کار بشپړ شوې دی

دواټونو دنومولو دکمیسیون غونډه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې  حسینې صافۍ په مشرۍ جوړه شوه .

دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، دغونډې په پیل کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې دواټونو دنومولو دکمیسیون غړو ته په خطاب کې وویل چې کابل ښار ویاړلى  تاریخ اوفرهنګ لری هغه واټونه چې په کابل کې  نومول کېږی باید دواټ دتاریخ په پام کې نیولو او دواټونو دتاریخی نومونو په ساتنې سره عمل وکړی .

په همدې ترتیب کابل ښاروالۍ دکابل ښار دلومړى او څلورمې ناحیې دواټونو او سړکونو دنومولو کار بشپړ کړى دى  او په دې باب یې غونډې ته  یو رپوټ وړاندې کړ .

په دې غونډه کې په اجندا کې دنورو نیول شویو موضوعګانو په باب هم خبرې وشوې او په ټولو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول .

ممکن است شما دوست داشته باشید