روزنامه اصلاح

دکابل ولایت په خاک جبار ولسوالۍ کې دڅوارلسو پرمختیایی پروژو کار پیل شو

دکابل ولایت  په خاک جبار ولسوالۍ کې پرون دڅه دپاسه شلو ملیونو افغانیو په لګښت دڅوارلسو پرمختیایی پروژو کار پیل شو .

دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، دکابل والی محمد یعقوب حیدری دخاک جبار ولسوالۍ په یوه کلی کې داوبو دکانال او زیرمې دجوړولو دپروژې  دکار دپیل په مراسموکې، په دغې ولسوالۍ کې دپرمختیایی پروژو پلې کول د اوبو رسولو اوکرکیلې په برخه کې  دخاک جبار داوسیدونکودځینو ستونزو دلرې کولو لپاره اغیزمن ګام وباله او ددغې ولسوالۍ له خلکو څخه یې وغوښتل چې ددغو پروژو په پلې کولو او دهغو دامنیت په تامینولو کې له حکومت اوسیمه ئیزې ادارې سره همکاری واوسی .

وروسته دکابل ولایت دکلیو دبیا جوړولو اوپراختیا رییس احمد راشد خسروی ددغه ریاست دفعالیتونو په اړوند دمعلوماتو په وړاندې کولو سره دخاک جبار ولسوالۍ دپرمختیایی پروژو د کیفیت لوړول او دقیقه څارنه ددغه ریاست دبرنامولومړیتوبونه وبلل.

ده دغه راز دروان کال  په بهیر کې  په دغې ولسوالۍ کې دڅه دپاسه پنځلسو نورو پروژو دپلې کولو خبرورکړ چې ټاکل شوې ده  دچینو دپاکولو او داستنادی  دیوالونو دجوړولو په برخو کې کار یې پیل شی .

په همدې ترتیب دکابل ولایت دکرنې اوبولګولو او مالدارى  رییس عمر جان منګل دخاک جبار ولسوالۍ دسنګی دکلی دسربند د جوړولو دپروژو دکار، په بڼوالو دکمیاوی سرې، داوبو لګولو دوسایلو او دزعفرانو دوچولو دماشین دویش او داجرا په حال کې  د نورو پرووژو په اړوند دمعلوماتو په وړاندې کولو سره دبرملنګ په کلی کې ددوو نورو پروژو دپلې کولو خبرورکړ چې ټاکل شوې ده کار یې په ډیر لنډ ممکن وخت کې پیل شی .

وروسته دخاک جبار ولسوالۍ دشورا رییس حاجی زیارت ګل ددغه ځاى داوسیدونکو دځینو ستونزو په بیانولو سره دکابل له والی  څخه دهغو دڅیړنې او حل کولو غوښتنه وکړه .په پاى کې یوشمیر هغو ملکی او نظامی منسوبانو ته چې دخاک جبار  ولسوالۍ دخلکو دستونزې دڅیړنې او دامنیت دتامینولو په کار کې  هڅې کړې وې دکابل دوالی محمد یعقوب حیدری له خوا دستاینې لوحې ورکړى شوې

ممکن است شما دوست داشته باشید