روزنامه اصلاح

دپوهنې وزارت سرپرست: باید اقتصادی نظر په خصوصی تعلیماتو واکمن نه شی

دپوهنې وزارت سرپرست ډاکتر محمد میرویس بلخی دکابل ولایت د خصوصی ښوونځیو داتحادیې له مرستیال سره په کتنه کې وویل چې باید اقتصادی نظر په خصوصی تعلیماتو واکمن نه شی .

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږی چې دکابل ولایت دخصوصی ښوونځیو اتحادیه  هلې ځلې کوی هغه ښوونځی چې ددغې اتحادیې په چوکاټ کې فعال دی او تراوسه پورې قانونی جواز نه ده ترلاسه کړې جواز ترلاسه کړی .

دکابل ولایت دخصوصی ښوونځیو داتحادیې مرستیال وویل دخصوصی ښوونځیو اتحادیه هلې ځلې کوی چې په راتلونکې تعلیمی کال کې ددغې اتحادیې ټول فعال ښوونځی په قانونی جواز او په اصولی ډول دزده کوونکو دښوونې او روزنې په لاره کې ګام واخلی .

دباختراژانس دخبرله مخې، په دې کتنه کې ډاکتر محمد میرویس بلخی دکابل ولایت دخصوصی ښوونځیو  دستونزو په باب خبرې وکړې او ویې ویل باید اقتصادی نظر په خصوصی تعلیماتو واکمن نه شی .

دکابل ولایت دخصوصی ښوونځیو داتحادیې مرستیال خان محمد نوری ژمنه وکړه چې دغه اتحادیه هلې ځلې کوی چې په راتلونکی تعلیمی کال کې ددغې اتحادیې ټول فعال ښوونځی په قانونی جواز سره دزده کوونکودښوونې او روزنې په لاره کې عمل وکړی .

اوس په ټول هېواد کې څوارلس زره خصوصی ښوونځی شته، خودهغو خصوصی ښوونځیو شمیر چې جواز نه لری تراوسه پورې  مشخص نه دى .

ممکن است شما دوست داشته باشید