روزنامه اصلاح

د اوبو لګولو او دویم خان اباد د برېښنا د تولید پروژې تړون لاسلیک شو

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غنی په حضور کې د انرژۍ او اوبو وزارت او د لینکو انفراتیک هندی شرکت ترمنځ د اوبو لګولو او دویم خان اباد د برېښنا د تولید پروژې تړون لاسلیک شو.

په دغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت پرون له غرمې مخکې په دلګشا ماڼۍ کې جوړ شوی وو، یاد تړون د انرژۍ او اوبو وزارت د سرپرست محمدګل خُلمی او د لینکو انفراتیک هندی شرکت د استازی احمدفرزاد ترمنځ لاسلیلک شو.

د اوبو لګولو او د دویم خان اباد د برېښنا تولید پروژه د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې موقعیت لری، موخه یې د خان اباد ولسوالۍ د اوبولګولو د سیستم انکشاف او د برېښنا تولید دی اود ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت جوړېږی چې د ۱۰،۴ میګاواټه برېښنا پر تولید سربېره ۴۷۰۰۰هکتاره کرنیزه ځمکه هم اوبه کوی او د کندز ښار ۱۸ زره کورنۍ به په مستقیم ډول ورڅخه ګټه واخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید