روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
که څه هم افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب او تغذیې ملی اجنډا درېیم کال پوره شو، خو د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش وایی، افغانان د غذایی خوندیتوب د نشتون په برخه کې له جدی ګواښ سره مخ دی.
ښاغلی دانش، د افغانستان خوړو خوندیتوب او تغذیې ملی اجنډا درېیمې کلېزې په مناسبت جوړې شوی غونډه کې وویل، افغانستان کې ۷۰ سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوی چې له دې ډلې ۴۴.۶ سلنه یعنې ۱۳ میلیونه خلک غذایی خوندیتوب نه لری.
د ده په وینا له دې شمېر خلکو یې ۹ عشاریه ۶ میلیونه خلک په کلیو او بانډو او پاتې نور ۲ عشاریه ۹ میلیونه خلک یې په ښارونو کې ژوند کوی.
دی وایی: “افغانستان کې د رسمی شمېرو له مخې موږ له جدی ګواښ سره مخ یو. ویل کېږی چې ۱۳ میلیونه خلک د خوړو امنیت نه لری چې له دې ډلې ۸ میلیونه جدی حال کې دی هغه په دې معنی چې نه پوهیږی، د خوړو را روان وخت کې څه وخوری.”
افغان حکومت په ۱۳۹۶ کال کې د فقر او بېوزلۍ د ختمولو لپاره هېواد کې د یو شمېر نړیوالو بنسټونو په مرسته د خوړو د خوندیتوب او تغذیې ملی پروګرام پیل کړ. هغه مهال هېواد کې د فقر کرښې لاندې یوازې ۳۹ سلنه خلکو ژوند کاوه په داسې حال کې چې اوس یې شمېر اویا سلنې ته پورته شوی دی.
افغانستان کې د خوړو خوندیتوب او تغذیې ملی اجنډا په تړاو جوړې شوې غونډه کې د افغان حکومت یو شمېر نورو چارواکو په دې هم نیوکې درلودې چې د خوړو کنټرول برخه کې لا هم کومه ځانګړی اداره کار نهکوی.
خو د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ سرپرست نوماند وزیر انوالحق احدی بیا هېواد کې د خوړو برابرولو او دې برخه کې د خوندیتوب لپاره راتلونکی څو کلونه سرنوشت سازه ګڼی.
ښاغلی احدی وویل، په راتلونکو پنځو کلونو کې به افغانستان هغه زرګونه هکټاره ځمکې چې د جګړو له امله ویجاړې شوې وی ورغول شی او د خوړ برخې کې به ځان بسیاینې ته ورسېږی.
ښاغلی احدی زیاته کړه: “زه اوسمهال داسې ښکاره دلیل نه وینم چې د خوړو نشتون له امله موږ له کومې ستونزې سره مخ شوی اوسو. د افغانستان په ښارونو کې د اړتیا وړ خواړه شته که لېرې پرتو سیمو کې هم کومه ستونزه پیدا شی د دولت له زېرمو کار اخېستل کېږی. ”
په ورته وخت کې افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان استازې میری ایلن میک ګروټری وویل، د خوړو نشتون یا د خوندیتوب نه درلودو برخه کې باید ټول یو لاسی شی.
اغلې میک ګروټری زیاته کړه، په دې برخه کې ملګری ملتونه تل افغانستان سره مرسته کړې او خپلو دې ژمنو ته به ادامه ورکوی.