روزنامه اصلاح

دهوایی ځواک پیاوړتیـا  د دولـت دلومـړیتوبونو څخـه دی

بدمرغه جگړه له کابو څلورو لسیزورا په دیخوا د پردیو له لورې پر افغان ولس تپل شوې او په دې لړ نه جبیره کیدونکی ځانی او مالی زیانونه وراوختی دی ، په سیمه ییزه کچه د تروریستانو او ترهگړو د ناوړه فعالیتونو له امله را پیدا شویو ستونزو، کړکیچونو او گواښونو ته په پاملرنی سره د افغانستان د ملی واکمنی د دفاع او ساتنی له پاره د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو هوډ بی له شکه چی ډیر اوچت او پیاوړی دی اوپه دی لاره کی یی تل بی ساری اتلولی له ځانه ښودلی او د هر ډول سرښندونکی مبارزی او قربانی له پاره په پوره رښتینولی او لوړ احساس چمتو دی.

دوی تر څنگ پلی ځواکونه د نوی عصر د پرمختللو سپکو او درنو وسلو تجهیز ته ډیره اړتیا لری او ددی ترڅنگ په هر ډول پوځی عملیاتو کی بیا د هوایی ځواکونو بشپړ ملاتړ او حمایه هم یو ستر لومړیتوب دی، تر هغو چې په هر راز شرایطو کی د هیواد د دفاع تر څنگ په ټول افغانستان کی نیکمرغه سوله، امن او ډاډمن ثبات تامین کړی، تراوسه چی د هوایی ځواک د سمبالولو له پاره کوم څه شوی دی، بسنه نه کوی او د قناعت وړ هم نه دی او دی ته ډیره اړتیا ده چی د ناټو سازمان غړی هیوادونه او په سرکی یی د امریکا متحده ایالات د افغان پلیو ځواکونو د روزلو، تجهیز او مشورو ورکولو تر څنگ هوایی ځواک هم باید په هر اړخیز ډول سمبال کړی او ډول ډول پرمختللی کشفی، جنگی او ترانسپورتی الوتکی په واک کی ورکړی ترهغه چی د سیمی په کچه افغانستان د یو مجهز وسله وال ځواک لرونکی هیواد شی چی په هر راز شرایطو کی د هیواد گوټ گوټ تر خپل امنیتی پوښښ لاندی ونیسی او هیڅ راز ترهگریزه ډله او مخرب عناصر ددی مجال پیدا نه کړی چی د هیواد امنیتی وضعیت خراب او د خلکو هوساینه وگواښوی او یا هم د نړیوالی ټولنی هڅی ټکنی کړی.

په هیواد کی د ډله ییزو خپرندیو سرچینو په حواله ویل شویدی چی دوست هیواد هندوستان له افغانستان سره دملکی او پوځی مرستو په دوام د روان لمریزکال د غویی میاشتې په ۲۹ مه نیټه افغانستان ته دوه ( آی ایم ) ۲۴ هلیکوپترې سپارلې دی ، په کابل کې د هند سفارت په خبر پاڼه کې ویل شوی چې دا هلیکوپترې دهغو څلور څرخکو په دوام ورکول کیږی چې  هند په ۲۰۱۵م کال کې افغانستان ته ورکړې وې ، آی ایم ۲۴ هلیکوپترونه به د افغان هوایی ځواک ظرفیت او وړتیا زیاته کړی او همداراز به د تروریزم پرضد افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو جنګی اغیزمنتیا ډیره کړی ، دا دوه هلیکوپترې د هند دسفیر له لورې په کابل کې د هوایی ځواک په اډه کې د افغانستان د ملی دفاع سرپرست وزیرته رسماً سپارل شویدی ، د ملې دفاع وزیر له لورې ویل شوی چې هند دا هلیکوپترې له بیلاروس څخه پیرودلی او هند به د افغانستان هوایی ځواک ته دوه نورې دا ډول هلیکوپترې هم ورکړی هند موافقه کړې چې له بیلاروس  څخه به جنګی هلیکوپترې اخلی او افغانستان ته به یې ورکوی ، البته تردې وړاندې هم هند څلور جنګی الوتکې افغان پوخ ته ورکړیدی چې واقعاْ ددوئ یاد اقدام د قدر وړ دی ، خو د دې ترڅنګ  اړینه ده لکه څنګه چې دافغان هوایی ځواک د سمبالښت په موخه د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت له لوری او هم د امریکا متحده ایالاتو له خوا ژمنې شوی باید چې د هغو ژمنو پر اساس په ټولیزه توگه ډول ډول الوتکی د افغان هوایی ځواک د سمبالښت په موخه د امنیتی ځواکونو په واک کی ورکړل شی تر هغه چی په هر ډول پوځی عملیاتو کی د پلیو ځواکونو هراړخیز ملاتړ وکړی او د افغان حکومت وسله وال مخالفین چی د هیواد په هر گوټ کی سر راپورته کوی،په تخریبی او تروریستی فعالیتونو لاس پوری کوی دوی هلته ښه وځپی او له منځه یی یوسی، د هیواد د وسله والو امنیتی او دفاعی ځمکنیو او هوایی ځواکونو تجهیز،سمبالښت او پیاوړی کول  په حقیقت  کی د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت له لومړیتوبونو څخه هم شمیرل کیږی، نو باید افغان دولت په خپلی هر اړخیزی پاملرنی سره د نړیوالو همکارانو بی دریغه همکاری را جلب کړی او ددی تر څنگ خپل امکانات هم سل په سلو کی په کار واچوی تر هغو چی ژر ترژره د هیواد د ځمکنیو ځواکونو ترڅنگ هوایی ځواکونه هم په هراړخیزه توگه سمبال کړی، اوس مهال د یو مسلکی او مجهز وسله وال ځمکنی او هوایی ځواک شتون یو ستر لومړیتوب او اړتیا ده.

دا ځکه چې تر دې زیات زمونږ امنیت، آرامتیا او هوساینه د مخالفینو او بهرنیو ترهگرو لخوا ونه گواښل شى.

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید