روزنامه اصلاح

دهنر سیمینار دجوړولو موظفې کمېټې غونډه وکړه

دهنر سیمینار جوړولو دموظفې کمېټې غونډه داطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې جوړه شوه .

  دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، په دې غونډه کې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دسلاکار ډاکتر طارق رشاد په مشرۍ جوړه شوه، په تېرو سلو کلونوکې دهنر سیمینار جوړولو دڅرنګوالی په باب خبرې وشوې .

  په دې غونډه کې دکمېټې غړو دهنر سیمینار داجندا په باب خبرې وکړې  .

دیادونې وړ ده چې دهنر دعالی شورا په وروستی غونډه کې چې څه موده مخکې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دسرپرستې حسینې ساپۍ په مشرۍ جوړه شوې وه ، پریکړه وشوه چې دهنر سیمینار د جوړولو لپاره دې تیارى ونیول شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید