روزنامه اصلاح

دنشه یی توکودپنځلسو  تنو قاچاق وړونکو مجـازات

دمسکراتو اونشه یی توکو پرخلاف  دمبارزې دعدلی اوقضایی مرکزدابتداییه او استیناف محکمو له خوا پنځلس تنه د قاچاقو دجرمونو دترسره کولو په اړوند له پنځو  څخه تر شپاړلسو کلونو پورې دبند په مجازاتو محکوم شول .

دمسکراتو او نشه یی توکو پرخلاف  دمبارزې دعدلی او قضایی مرکز ویاند خالد موحد دباختراژانس له خبریال سره په  خبرو کې وویل  دغه کسان  چې یوه ښځه هم پکې شامله ده دتیرې اوونۍ په بهیر کې  اود نهو قضیو په اړوند په داسې حال کې دپولیسو په واسطه ونیول شول چې له هېوادڅخه بهر ته یې دڅه دپاسه اتلسو کیلوګرامو هیروئینو ، ١۴٧ کیلوګرامو اپینو ، ٢٣۶ کیلوګرامو  چرسو او د۴٣٩ګرامو مت امفتامین ( ښیښیې )  دلیږدونې نیت درلود .

دده دڅرګندونوله مخې ، په دې موده کې پولیسو  دهېواد دنورو امنیتی بنسټونو په همکارى دنولسو قضیو په اړوند دیرش تنه نور مظنونین نیولی او دعدلی اوقضایی  تعقیب په مقصد یې دغه مرکز ته استولی دی

ددغه مرکز ویاند زیاتوی چې پولیسو دغه کسان دکابل ، بلخ ، هرات ، هلمند ، روزګان ، ننګرهار ،تخار ، سرپل او دنیمروز په ولایتونوکې نیولی دی او له هغوى څخه یې په ټولیزه توګه  ١٨۵٠ کیلوګرامه نشه یی توکی ،  ٢٣ موبایل تیلفونونه ، یوه وسله ، پنځه لیږدونکې واسطې  او دغه راز  ٢۶۶٠ افغانۍ او ١۶٠٠ امریکایی  ډالره ترلاسه کړی دی .

ممکن است شما دوست داشته باشید