روزنامه اصلاح

دمهاجرینو دراستنولو دچارو وزارت: د روان میلادی کال له پیل څخه تراوسه پورې کابو شپږ سوه پنځوس زره کورنى بې ځایه شوی دی

دمهاجرینو دراستنولودچارو وزارت دویاندمرستیال وایی چې د  ٢٠١٨میلادی کال  له پیل څخه تراوسه پورې دهېواد په ګوټ ګوټ کې شپږ سوه پنځوس زره کورنى بې ځایه شو ی دی چې زیاتره یې د بادغیس او هرات له ولایتونوڅخه دی .

دمهاجرینو دراستنولو دچارو وزارت دویاند مرستیال رضا باهر چې په دې اړوند یې دباختراژانس له خبریال سره خبرې کولې، وویل چې اووه دیرش زره کورنى دهرات اوبادغیس له ولایتونو څخه بې ځایه شوی دی چې له دې جملې څخه اووه ویشت زره کورنى د هرات له ولایت څخه دی. دغه کورنى دوچکالى له امله دبادغیس ولایت له مربوطاتو څخه ددغه ولایت مرکز ته بې ځایه شوی دی او نور شپږ سوه پنځوس زره بې ځایه شوی هغه کسان دی چې له ناامنو ولایتونو څخه بې ځایه شوی دی.

ده زیاته کړه چې دمهاجرینو دراستنولو دچارو وزارت دهرات ښار ته څیرمه دانجیل په ولسوالۍ کې دبې ځایه شویوکسانو لپاره لنډ مهال کمپ جوړ کړى دى چې دهغوى دلیږدونې بهیر دوام لری چې بې ځایه شویو کسانو ته دخدمتونو درسولو کار په ډیر لنډ ممکن وخت کې پیلېږی .

ده زیاته  کړه، همدا اوس نړیوالې موسسې په هغو یوویشتو زرو کورنیو تمرکز لری چې له هغوى سره مرسته وشی او د غور ولایت له بېلابېلو سیمو څخه کابو دیارلس زره بې ځایه شوی کسان ددغه ولایت په مرکز کې شپې سبا کوی .

ده څرګنده کړه، دافغانستان دولت هڅه کوی چې هغوى اصلی سیمو ته یې ستانه کړی .

ده له بې ځایه شویو کسانوسره دمرستې  په باب زیاته کړه چې په بیړنی حالت کې بې ځایه  شویو مستحقو کورنیو لپاره دپیښو دڅیړنې په چارو کې ددولت  وزارت له لوری دپخو تودو خوړو ،  له موسم سره سم دجامو  او دلنډ مهالو کورونو دویش په ګډون دخدمتونو مرسته دی.

ده په پاى کې زیاته کړه هغه کورنى چې مستحقې دی دنړیوالو بنسټونو له لوری په هغوى  دسوندتوکی او تودې جامې ویشلې شوې دی او دمهاجرینو دراستنولو  دچارو وزارت له خوا په هرې کورنۍ پنځلس زره افغانۍ ویشلې شوې دی .

ممکن است شما دوست داشته باشید