روزنامه اصلاح

دملی شورا داوولسمې دورې دپرانستلو دمراسمو رسانه‌یی کمیسیون غونډه وکړه 

دملی شورا داوولسمې دورې دپرانستلو دمراسمو رسانه یی کمیسیون پرون داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو دمعین او ددغه کمیسیون درییس فاضل سانچارکی په مشرۍ غونډه وکړه .

دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، دغونډې په پیل کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معین دهېواد دملی شورا داوولسمې دورې دپرانستلو، درسانه یی کمیسیون درامنځته کیدو او دمسوولو بنسټونو ددندو په باب څرګندونې وکړې .

وروسته دکابل ښاروالۍ او دحکومت داطلاعاتو او رسنیو دمرکز استازو، دکابل دبریښنا رییس او دملی راډیو تلویزیون مرستیال خبرې وکړې او داړوندو چارو دترسره کولو په خاطر یې تیارى څرګند کړ .

په پاى کې دمشرانو جرګې ددارالانشا مرستیال قدم علی نیکپى او دولسی جرګې دعامه اړیکو رییس عبدالله فرامرز په رسنیو پورې داړوندوبنسټونو دهمکارۍ ډاډ ورکړ .

ممکن است شما دوست داشته باشید