روزنامه اصلاح

دلوړو زده کړو وزارت د نجونو او هلکانو د صنفونو د جلاوالی په اړه کومه طرحه نده وړاندې کړې

دلوړو زده کړو وزارت د هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو د درسی صنفونو د جلاوالی په اړه هېڅ ډول پروګرام په پام کې نلری.

د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتی دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ؛ د لوړو زده کړو وزارت ویاند، ضیاء ساحل، چې پرون یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه خبری کنفرانس ته وینا کوله، زیاته کړه:” د هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو د درسی صنفونو د جلاوالی په اړه بحث یوازې ناسم پوهاوی دی، نجونې او هلکان به لکه د تېر په څېر د هېواد په پوهنتونونو کې په ګډه توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړی.” د سږنی کال کانکور د ازموینې پایلې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ اعلام شوې. د ازموینو د کمېټې عمومی رییس، عبدالقدیر خموش، چې په دغه کنفرانس کې یې ګډون کړی ؤ وویل، زموږ څېړنې ښیی، چې د کانکور ګډونوال او د هغوی کورنۍ د سږنی کال کانکور  له پایلو څخه خوښ دی. ده زیاته کړه، چې د کانکور پایلو د اعلام له پیل څخه تر اوسه یوازې د ۲۰۰ کسانو د شکایتونو فورمې ثبت شوی دی، چې هره یوه شکایت ته به رسېدنه وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید