روزنامه اصلاح

دفاع وزارت د پنټاګون پرېکړه چې د افغان ځواکـونو بودجه یې ګرځولـې جدی نه‌ګڼـی

د افغانستان دفاع وزارت د امریکا د دفاع وزارت وروستۍ پرېکړه ډېره جدی نه ګڼی.

پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت ویلی، د امریکا او مکسیکو پر پوله د دېوال جوړولو لپاره د افغان امنیتی ځواکونو د ملاتړ له بودجې څه باندې ۶٠٠ میلیونه ډالره راګرځوی.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان د دغه ١٣٠ کیلو متره دېوال د جوړولو لپاره د یو نیم میلیارد ډالرو بودجې انتقال تصویب کړى دى. دغه پیسې په بېلابېلو قراردادونو کې سپمول شوی دی.

امریکایی چارواکو د جمعې په ورځ د نوم نه ښوولو په شرط ویلی چې په‌دې یو نیم میلیارد ډالرو کې د افغان امنیتی ځواکونو د ملاتړ له حسابه هم څه باندې ۶٠٠ میلیونه ډالره راګرځول شوی دی.

خو د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف وایی، په‌دې برخه کې دوى کوم رسمی بیان نه‌دى لیدلى:

څرنګه چې دا د دولتونو ترمنځ قرارداد دى دفاع وزارت په‌دې برخه کې کوم دریځ نه‌لری. زه صرف غواړم دا موضوع تاسو ته روښانه کړم، هغوى داسې اعلان کړى موږ له هغو قراردادونو چې په هغو کې سپما شوې ده، د هغو سپما پیسې دېخوا ته اړوو. هغه چارواکی هم د نوم نه ښوولو په شرط دا خبره کړې ده. کوم رسمی سند یا بیان نه‌‌شته، په‌دې حصه کې موږ کوم خاص نظر هم نه‌لرو.”

د امریکا متحدو ایالاتونو په روان میلادی کال کې د افغان امنیتی ځواکونو د ملاتړ لپاره ۴ اعشاریه ٩ میلیارد ډالره اختصاص کړل.

ځینی انتقادکوونکی وایی، د افغان ځواکونو د ملاتړ له بودجې د پیسو کمول پر افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو چې د افراطی وسله‌والو پرضد په مبارزه بوخت دی، اغېر کوی.

خو یوه امریکایی چارواکی روېټرز ته ویلی:

“دا له افغانستان سره زموږ د تعهد له څرنګوالی سره هېڅ تړاو نه‌لری.”

له مکسیکو سره پر پوله د دېوال جوړولو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه د متحدو ایالاتونو د کانګرس له مخالفت سره مخامخ شوې ده او کانګرس حاضر شوى نه‌دى چې د دې دېوال د جوړولو لپاره پېشنهاد شوې بودجه تصویب کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید