روزنامه اصلاح

دفاع وزارت: د غزنی ښار کنټرول د امنیتی ځواکونو په لاس کې دی

د افغانستان د دفاع وزارت وایی چې د غزنی ښار ته ځانګړی ځواکونه رسېدلی او د وسلهوالو مخالفینو پرضد یې تصفیوی عملیات پیل کړی دی.

د دې وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وویل چې د ښار کنټرول د امنیتی ځواکونو په لاس کې دی او په یو شمېر سیمو کې د مخالفینو خوځښتونه د ځپلو په حال کې دی.

نوموړی وایی:زموږ کومانډویی او خاص ځواکونه د غزنی ښار ته رسېدلیی او د هوایی ځواکونو په مرسته یې د غزنی په لویدیځو ساحو کې چېرته چې وسلهوال مخالفین لا هم مقاومت کوی، خپل تصفیوی عملیات پیل کړی دی.” ښاغلی رادمنش د یوې هلیکوپټرې د سوځېدو خبر هم تأییدوی، خو وایی چې دا هلیکوپټر د برښنا د شارټۍ له امله اور اخېستی دی. له دې وړاندې وسلهوالو طالبانو د دوی له لوری د غزنی ښار د سرې روضې په سیمه کې د دغه هلیکوپټرې د سقوط ادعا کړې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید