روزنامه اصلاح

دفاع وزارت: د داعش جنګیالیو ښځې او ماشومان افغان پوځ ته تسلیم شوی

د افغانستان دفاع وزارت وایی د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د داعش یوه ۴۵ کسیزه ډله افغان ځواکونو ته تسلیم شوې ده. د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان امریکا غږ ته ویلی چې یاده ډله تېره ورځ افغان کمانډو ته تسلیم شوې ده.

نوموړی زیاته کړه چې په تسلیم شویو داعشیانو کې یو نارینه، ۱۷ مېرمنې، ۱۳ ماشومان او ۱۵ نجونې شاملې دی. ښاغلی امان وویل چې تسیلم شویو کسانو یو میل کلاشینکوف هم افغان سرتېرو ته سپارلی دی.

هغه وویل:”له تېرو څو ورځو په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات پیل شوی دی، چې دغه ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، د هرې ورځې په تېرېدو هغوی تر پوځی فشار لاندې راوړل کېږی،بله لار نه لری چې یا افغان ځواکونو ته تسلیم نشی او یا هم له منځه وړل کېږی.”

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال وویل، چې داعش ډله په ننګرهار کې له «ورکېدو» سره  مخ ده. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابی د لړم میاشتې پر ۱۹مه ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال هم ویلی و، داعش ډله په دغه ولایت کې په بشپړه توګه له منځه وړل شوې ده. د یادونې وړ ده، چې د روانې لړم میاشتې پر ۲مه هم په ننګرهار کې د یو شمېر بهرنیانو په ګډون د داعش ډلې ۱۸ غړی له مېرمنو او ماشومانو سره یو ځای حکومت ته تسلیم شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید