روزنامه اصلاح

دفاع وزارت:وسله وال مخالفین د ملکی تلفاتو د ډېرېدو اصلی عاملین دی

د افغانستان دفاع وزارت وایی، د وسله والو مخالفینو له لوری ملکیانو ته د تلفاتو اوښتل زیات شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت د ملکیانو خوندیتوب ته د نه پاملرنې په تړاو د راپورته شویو نیوکو په غبرګون کې وایی چې ملکی وګړو ته د تلفاتو د اوښتو اصلی لامل د دولت وسله وال مخالفین دی. د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایی چې وسله وال مخالفین ملکیان هدف ګرځوی، خو افغان وسله وال پوځ تل هڅه کوی چې د جګړې پرمهال ملکیان خوندی پاتې شی.

نوموړی وویل:

موږ په خپلو ټولو حملو کې له پرمختللو او دقیقو وسایلو کار اخلو، څو دښمن په نښه کړو، نه خلک،د عامو خلکو د وژنو اصلی عاملین ترورېستی ډلې دی، موږ ټولو سرتېرو ته دنده سپارلې ده او په جدی توګه  هڅه کوو چې ملکیانو ته د جګړې پرمهال زیان وانه وړی.”

دا په داسې حال کې ده چې د ملکی وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې په دې ورستیو کې ویلی چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخینوی په برخه کې د حکومت ستراتیژی ناکامه ده. د دغه بنسټ موندنې ښیی چې په تېرو شپږو میاشتو کې په ننګرهار کې د انتحاری حملو او جګړو له امله شااوخوا ۳۰۰ کسان وژل شوی او له ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوی دی.

د ملکی وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د معلوماتو له مخې، ملکیانو ته زیاتره مرګ ژوبله د ترورېستی ډلو په ځانمرګو بریدونو او د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایی عملیاتو کې اوړی. بل خوا له دې وړاندې په پاکستان کې دافغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په خپله فېسبوک پاڼه لیکلی چې په تېرو درېیو میاشتو کې ننګرهار د ۳۲ ځانمرګو بریدونو او نورو چاودنو شاهد و چې په کې څه باندې ۶۵۰ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د پکتیا په مرکز ګردېز کې یوه ځانمرګی برید د ښځو او کوچنیانو په ګډون، ۲۹ تنه شهیدان او ۸۱ نور یې ټپیان کړل. همدارنګه د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د ننګرهار په عامې روغتیا او د کډوالو او راستنېدونکو چارو پر ادارو په دوو جلا بریدونو کې لسګونه ملکیان شهیدان او ټپیان شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید