روزنامه اصلاح

دفاع وزارت:افغـانستان کې د داعش ډلـه کلکـه ځپـل شوې

د افغانستان دفاع وزارت د وال ستریټ ژورنال د راپور په غبرګون وایی، په افغانستان کې د داعش ډله کلکه ځپل شوې ده.

امریکایی ورځپاڼې وال ستریټ ژورنال په یو تازه راپور کې ویلی چې، له عراق او سورېې وروسته، په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګه، یوه پیاوړې ډله پېژندل شوې ده.

دغې ورځپاڼې د یوه امریکایی چارواکی له خولې لیکلی دی چې، په افغانستان کې دغه ډله یو جدی ګواښ ګڼل کېږی او تر ډېره حده ورسره د عراق او سورېې مالی ملاتړ کېږی.

د افغانستان د دفاع وزارت د دغه راپور په غبرګون کې وایی، په افغانستان کې دغه ډله شته او فعالیت لری خو د افغانستان په ختیځ کې د دوی پټنځایونه ځپل شوی او ډیر شمېر جنګیالی یې امنیتی ځواکونه ته تسلیم شوی دی.

دد غه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ازادی رادیو ته ویلی: “د افغانستان په ختیځ کې مو دداعش ملا ورماته کړه، داعش په کې ماته وخوړه او مرچلې مو ورته ویجاړې کړې، څه باندې دوه زره یې افغان امنیتی ځواکونو ته تسلیم شول، په سلګونو و وژل شول، او یو شمېر یې وتښتېدل.”

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال وایی، اوس په افغانستان کې د دغې ډلې فعالیتونه پټ دی خو افغان ځواکونه به یې د هېواد په هره سیمه کې چې وی، وځپی.

بلخوا د پوځی چارو یو شمېر کارپوهان پوهان وایی، داعش ډله په راتلونکې کې یو جدی ګواښ ګڼل کېدای شی.

د پوځی چارو له دغو پوهانو عیتق اله امرخېل وویل، د داعش د ډلې یو شمېر غړی اوس هم د افغانستان په شمالی، ختیځو او لویدیځو برخو فعالیت کوی او په راتلونکې کې کېدای شی په یو جدی ګواښ واوړی.

ښاغلی امرخېل وایی، دا احتمال هم شته چې د سولې له پروسې وروسته یو شمېر نا موافق طالبان، له دغې ډلې سره یوځای شی.

هغه زیاتوی: “دا شان ګونګوسی هم شته چې د طالبانو ځینو افراطی افرادو ویلی چې، که د طالبانو ‌‌ډله له افغان دولت او امریکا سره سوله وکړی، دوی به له داعش سره یوځای شی، مخکې هم لیدل شوی چې، سپین بیرغونه پر تورو بدل شوی، خلکو هم ویلی او احتمال یې هم شته.”

د امرخېل په خبره، د داعش د ډلې ځینې افراطی غړی له ننګرهار نه کونړ ولایت ته تښتېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان امنیتی ځواکونو په وروستیو میاشتو کې، افغان دولت ته، په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش د سلګونو غړیو او د دوی د کورنیو د تسلیمېدو خبر ورکړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید